1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغان حکومت لخوا پر رسنيو باندي د محدوديتونو په اړه اندېښنه ښودلې

۱۳۸۸ اسفند ۱۲, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د افغان حکومت د هغو اقداماتو په هکله، چي له يوي خوا يي د ټاکنو له کميسيون څخه د ملګرو ملتو د بهرنيانو غړيتوب له منځه يوړ او له بلي خوا يي د رسنيو پر آزاديو باندي محدوديتونو لګولوي اندېښنه ښودلې...

https://p.dw.com/p/MIHc
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټنانځور: AP

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هولبروک وويل، چي دی او د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن به خپله دغه انديښنه د افغانستان حکومت ته عنوان کړي.

وروسته له هغه، چي د تيري جمعې په ورځ طالب ياغيانو د افغانستان پر پلازمېنه کابل باندي په څو ځانمرګي او بمي حملو لاس پوري کړ او ځايي او نړيوالو رسنيو د حملو او زور زياتيو بهير په ژوندي توګه خپور کړ، د افغانستان حکومت تصميم ونيو چي وروسته له دې د رسنيو له لاري په ژوندي توګه د داسي پيښو خپرول منع کړي.

د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديي مشر رحيم الله سمندر هم خپله انديښنه څرګنده کړي چي دا به په افغانستان کي د مطبوعاتو پر آزاديو ناوړه اغيزي وکړي.

هغه وويل چي د افغانستان د حکومت دنده په لومړي سر کي دا ده چي امنيتي ځواکونه يي د امن او ثبات په ټينګښت کار وکړي، نا دا چي مطبوعاتو باندي محدويت ولګوي.

په واشنګتن کي د خبريالانو د دي پوښتني چي د افغانستان د حکومت د دي پلان چي غواړي د رسنيو په آزاديو باندي محدويتونه ولګوي، متحده ایالات څه تصمیم لری، هولبروک وويل: « دا ښکاره خبره ده چي مونږ د مطبوعاتو له آزادي څخه ملاتړ کوو.»

سر بيره پر دې په واشنګتن کي د جمهور رييس حامد کرزي يو بل پلان هم مغشو شتياپيدا کړي ده چي د خپل يو صادر شوي فرمان سره يي د ټاکنو د شکايتونو له 5 کسيز کميسيون څخه د بهرنیو څارونکو غړيتوب له منځه يوړ. دغه کميسيون دنده لري چي د افغانستان په ټاکنو کي د درغليو مخه ونيسي. مخکي له دي نوموړي کميسيون دري بهرني غړي درلودل چي د ملګرو ملتو له خوا ټاکل کيده او د تير جمهوري رياست په ټاکنو کي يي د کرزي د لاس ته راوړو راييو دريمه برخه باطله اعلان کړه.

د ټاکنو له کمسييون څخه د بهرني څارونکو د غړيتوب منع کولو سره لويديځ هيوادونو ته شک پيدا شوي چي آيا د افغانستان راتلونکي پارلماني ټاکني تمويل کړي که نه. دغه پارلماني ټاکني د راتلونکي لمرايز هجري کال د وږي په مياشت کي په لاره اچول کيږي. لويديځو بسپنه ورکونکو هيوادونو آن لا مخکي اعلان کړي ؤ که چيري د ټاکنو په بهير کي اصلاحات رامنځ ته نه شي هغوي به د مالی مرستو له ورکړي ډه ډه وکړي.

خو هولبروک دا مفکوره رده کړه چي واشنګتن به د کرزي د وروستيو اقداماتو له امله افغانستان ته له مالی مرستو بی برخی کړي.

هغه د يو خبريال د دي پوښتني چي آيا واشنګتن به د کرزي حکومت ته مالي سزا ورکړي، په ځواب کي وويل: «زه د فرضيو په هکله اټکل نه کوم.»

د جمهور رييس اوباما حکومت له ډير احتياط څخه کار اخلي چي په ښکاره توګه د کرزي حکومت ته بد ونه وايي، هڅه کوي چي داسي ښکاره کړي واشنګتن د کرزي حکومت تر شا ولاړ دی او له هغه څخه ملاتړ کوي، خصوصا هغه هم په داسي شرايطو کي چی متحده ايالاتو او ناتو له څه د پاسه دوو اونيو را په دي خوا په پراخو پوځي عملياتو لاس پوری کړي تر څو طالب ياغيانو ته ماته ورکړي.

خو امريکايي چارواکي په شخصي توګه دا وايي چي د افغانستان مشر د واشنګتن تر فشار لاندي دی ترڅو نه يواځي د اختلاس پر ضد په پراخه توګه مبارزه وکړي بلکه په خپلي حکومتوالي کي هم سمونوالي رامنځ ته کړي، خصوصا په ولاياتو کي تر څو د ولسي وګړو ملاتړ تر لاسه شي.

هولبروک وويل: په کابل کي د متحده ايالاتو سفير، کارل آيکنبري له کرزي سره يي د ټاکنو په موضوع کي «قانوني انديښني» عنوان کړي دي.

هغه وويل: «د ټاکنو قانوينت او بشپړتيا د افغانستان د خلکو او نړيوالی ټولني لپاره خورا مهمه موضوع ده.»خو هغه دا هم وويل چي په اوسني وخت کي واشنګتن يو بل ستر هدف ته زيات پام اړولي او هغه طالبانو او د هغوی متحدينو ته ماته ورکول دي.

AG/Reuters/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل