1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د اوکراين له سرحدونو د روسي عسکرو بشپړ وتل غواړي

عبدالباري حکیم/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۹, جمعه

د متحده ايالاتو د دفاع وزير، چک هېگل غوښتي دي چي مسکو بايد د اوکراين له پولو څخه خپل ټول سرتيري وباسي. د امريکايانو له نظره، د اوکراين کړکېچ د مخنيوي له پاره روسان ډيره څه کولای شي.

https://p.dw.com/p/1C9G8
انځور: Reuters

د پنتاگون مشر له ژورناليستانو سره په خبرو کي ويلي دي چي په زرونو روسان د اوکراين له سرحد څخه پر شا شوي دي او دا د کړکېچ د حل له پاره يوه ډېر ښه نښانه ده. خو هغه دا هم وويل: «موږ په دې ښه پوهيږو چي په زرونو نور روسي عسکر په دغه سرحد کي پراته دي چي له ځايه هم نه دي ښورېدلي.»

چک هيگل ټينگار وکړ چي روسيه بايد خپل ټول هغه سرتيري چي په تيرو مياشتو کي يې د اوکراين سرحد ته نژدې ځای پر ځای کړي دي پر شا کړي. هيگل دغه يادوني د متحده ايالاتو په يوه پوځي الوتکه کي چي د آسيا او اروپا پر لور په سفر کي وو، څرگندي کړې.

متحده ايالات پر مسکو باندي تور لگوي چي د اوکراين په سرحد کي د عسکرو پر ځای پر ځای کولو سربيره د دغه هيواد په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. په همدي وجه د متحده ايالاتو د بهرنيو وزارت او سپيني ماڼۍ يو وار بيا له روسيې څخه غوښتنه وکړه چي د اوکراين د کړکېچ په مخنيوي کي د زړه له کومي مرسته وکړي.

په سلاويانسک کي د بېلتون غوښتونکو له خوا د اوکراين پوځ د يوې څرخۍ الوتکي تر رااچولو وروسته د سپيني ماڼۍ وياند، جي کارني د زورزياتيو د دوام په هکله خپله ژوره اندېښنه څرگنده کړه.

د اوکراين ختيځ: بېلتون غوښتونکو يوه څرخۍ الوتکه را اچولې ده

د کيف حکومت د معلوماتو له مخي د پنجشنبې په ورځ د دغي څرخۍ الوتکي په رالوېدو سره ۱۲ عکسر ووژل شول. جي کارني وويل: «دا پيښه د دې نښانه ده چي بېلتون غوښتونکو پرمختللو وسلو او له دباندي څخه نور ملاتړ ته لاس رسی پيدا کړی دی.»

د اوکراين موقت ولسمشر الکساندر تورچينف، دغه پيښه وغندله: «زه ډاډه يم چي زموږ وسله وال پوځ، زموږ امنيتي ارگانونه به دغه ترهگر له مينځه يوسي. ټول هغه جنايتکارن به چي د روسيې فيدراسيون له خوا تمويليږي ووژل شي او يا به محکمې ته راکش شي.»

د بهرنيو چارو د وزيرانو تيلفوني تماس

د څرخۍ الوتکي تر رااچولو دمخه د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير له خپل روسي همتا سرگي لاوروف سره په يو تيلفوني تماس کي په اوکراين کي د وضعيت د خراپيدو په هکله اندېښنه څرگنده کړې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي، جين ساکي وويل: «د هغوی په خپرو کي د چيچنيا د ملېشو موضوعو هم ياده شوه. ويل کيږي چي چيچينايي جنگيالي د روسيي له خوا د اوکراين ختيځ ته ننوتلي دي او د بېلتون غوښتونکو تر څنگ جنگيږي.»

سر بيره پر دي کيري له لاروف څخه وغوښتل چي بېلتون غوښتونکو ته مرستي په بشپړه توگه ودروي او هغوی دې ته اړباسي چي خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدي.

دغسي يوه غوښتنه د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شټاين ماير هم کړې ده. شټاين ماير له آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفورتر الگماينر» ته ويلي دي: «له مسکو څخه مو تمه دا ده چي د بېلتون غوښتونکو پر مختلفو ډلو باندي له خپل ممکنه نفوذ څخه کار واخلي او د اوکراين له نوي مشرتابه سره په گډه د اوکراين- روسيي سرحدونو له لاري د جنگيالانو او وسلو د انتقال مخه ونيسي.»

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د څارونکو درک لا معلوم نه دی

د سپيني ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت وياندانو، کارني او ساکي وويل چي د ياغيانو له خوا د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان (OSCE) د څلورو تنو څارونکو تښتول په هيڅ صورت سره توجيه نه لري: «په دې برخه کي روسيه بايد د هغوی د خلاصون له پاره مرسته وکړي.»

د بيلتون غوښتونکو د وينا له مخي دغه څارونکي ښايي ډير ژر آزاد شي. ويچسلاو پاناماريوف چي ځان د سلاويانسک ښاروال بولي ويلي دي، تر دې دمخه چي دغه کسان آزاد شي، د هغه ملاتړ کوونکي بايد دا روښانه کړي چي دغه څلور تنه څوک دي او د اوکراين په ختيځ کي يې څه غوښتل.

پانامارويف وويل: «دغه کسان اوس په لوگانسک کي دي. ما خپلو خلکو ته وويل چي دغه ډله ونيسي. هغوی له دغو کسانو يعنی د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان له څارونکو څخه ځيني پوښتني لري. کله چي هغوی خپل ټول ځوابونه ترلاسه کړل او د هغوی د تجهيزاتو پلټنه وشوه، بيا به آزاد شي.»

جنگ بې له کموالي دوام لري

په عين وخت کي د اوکراين په ختيځ کي نښتي دوام لري. په سلاويانسک او کراماتورسک ښارونو کي اوکرايني پلوي ځواکونه د جټ الوتکو او توپونو په مرسته د بېلتون غوښتونکو پر ضد حملو ته دوام ورکړی دی. دغه راز د لوگانسک له سيمي څخه هم د نوو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په دنيڅک کي د دولتي ودانۍ له مخه د خنډونو پاکول
په دنيڅک کي د دولتي ودانۍ له مخه د خنډونو پاکولانځور: Reuters

د دنيڅک په ميليوني ښار کي روسي پلوه بېلتونوغوښتونکي د لوټمارانو پر ضد عملياتو پيل کړي او د سيمه ييزي حکومتي ادارې ودانۍ په مخکي خنډونه يې له مينځه يووړل. د ځايي رسنيو د معلوماتو له مخي، د «دونيڅک د خلکو جمهوريت» چي کيف يې په رسميت نه پېژني، غواړي دغه ودانۍ د خپل حکومت مقر وگرځوي.