1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ايراني شرکتونو د بندولو ږغ نه دئ کړی

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چي امریکا تر اوسه له افغانستان څخه په رسمي توګه د ايراني سوداگريزو شرکتونو سره د راکړي ورکړي د بندولو غوښتنه نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/162IH
انځور: DW

څه موده د مخه افغان سوداګرو ویلي ول، چي امریکايي چارواکو ځني غوښتي دي چي له ۲۴ ایراني شرکتونو او د دغه هېواد له ځېنو بانکونو سره دي خپلي سوداګرېزي راکړي ورکړي ودروي.

ویل کیږي چي امریکا دغه شرکتونه، ځکه په تورليست کي شامل کړي دي چي د ایران د اټومي پروګرام د بډايني له پاره کار کوي.

افغان سوداګرو ویلي ول، چي امریکا ورته خبرداری ورکړی دئ، چي که له دغو شرکتونو سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکړي نو دوی به هم په تور ليست کي شامل کړي.

سره له دې چي افغان سوداګر د امریکا له خوا دغه بندېزونه د افغانستان په زیان بولي خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د ستمبر۲) په کابل کي يوې خبري غونډي ته د وینا پر مهال ددې پوښتني په جواب کي چي آیا امریکا تراوسه په دې اړه له افغانستانه کومه غوښتنه کړې ده؟ وویل:

«د هغه څه په اړه چي تاسو ئې پوښتنه وکړه، تراوسه د امریکا له خوا په رسمي توګه غوښتنه نه ده شوې.»

ښاغلی موسی زی وايي، چي افغانستان د خپلي بهرنۍ تګلاري له مخي په تېرو لسو کلونو کې توانېدلی دئ، چي له دواړو هېوادونو سره په اړیکو کي انډول وساتي.

له بلي خوا د نړېوالو اړیکو یو شمېر افغان څېړونکي په دې باور دي، چي افغانستان د جغرافیوي جبر له مخي اړ دئ چي د ایران او پاکستان په ګډون له ټولي سیمي سره غوره ديپلوماتیکي او سوداګریزي اړیکي ولري.

سیاسي شنونکی ستار سعادت له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وویل، چي دمګړۍ افغانستان په هغه دریځ کې نه دئ چي له ایران سره سوداګریزي راکړي ورکړي ودروي.

د ښاغلي سعادت په وینا افغانستان باید پر امریکا سربيره له ایران او پاکستان سره هم ښې اړیکي ولري.

سعادت زیاتوي سره له دې چي د افغانستان ګاونډېانو په بېلابېلو برخو کي دغه هېواد ته ستونزي پيدا کړي دي، خو بیا هم افغان حکومت تر خپل توانه پوري هڅه کړې ده چي له هغوی سره هر راز اړیکو ته دوام ورکړي.

دا څرګندوني له هغه وروسته کیږي چي ټاکل شوې ده د راتلونکي سه شنبې په ورځ په کابل کي د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزېرانو ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو یوه غونډه جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په دغه غونډه کي به د دواړو هېوادونو ۳۰ کسه جګپوړي چارواکي ګډون وکړي.

اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل