1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ايران پر وړاندي اسرائيل تقويه کوي

مسعود جهش (AFP,AP)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هېګل، د یکشنبې په ورځ اسرائیلو ته رسیدلی دی. دا د امریکا د دفاع وزیر په توگه اسرائیلو ته د هغه لومړی سفر دی. هغه د منځني ختیځ څلورو نورو هیوادونو ته هم ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/18KEk
Das Kipp-Rotor-Flugzeug V22 Osprey startet bei einem Demonstrationsflug am 19.6.2003 von der Patuxent Naval Air Station (Maryland) senkrecht in die Luft. Das ungewöhnliche Gefährt, das aussieht wie eine Kreuzung zwischen einem Hubschrauber und einem Flugzeug, befindet sich seit 20 Jahren in der Entwicklungsphase. Dabei haben immer wieder technische Probleme die Serienreife verhindert. Nun scheinen sich die Flugzeugbauer sicher und die V-22 Osprey soll im Dezember 2005 in Dienst gestellt werden.
V22 Ospreyانځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د دفاع وزیر اسرائیلو ته د پرواز پر مهال خبریالانو ته وویل چې اسرائیل حق لري د ایران پر وړاندي له ځانه دفاع وکړي. هغه زیاته کړې ده چې امریکا او اسرائیل دواړه یو هدف لري چې هغه اتومي وسلو ته د ایران د رسیدو مخنیوی دی.

هیگل وویل چې اسرائیل او امریکا په دې اړه یو له بل سره د نظر يو څه اختلاف لري چې ایران کله د اتومي بم د جوړولو بشپړه وړتیا ترلاسه کولای شي.

امریکا متحده یالات، اسرائیل او اروپايي ټولنه پر ایران باندي تور لگوي چې دغه هیواد د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو ایران دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروگرام یې یوازي سوله ییز اهداف لري.

د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل
د امريکا د دفاع وزير چاک هېگلانځور: JIM WATSON/AFP/Getty Images

هېگل به د خپل دې سفر په ترڅ کې اردن، سعودي عربستان، مصر او د عربو متحده امارتو ته سفر وکړي. په دې سفر کې به هغه له اسرائیلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د ۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د معاملو په اړه خبرې اترې وکړي.

د لوړ تخنيک لومړي صادرات

د رسنيو د راپورونو له مخي اسرائيل به داسي توغندی ترلاسه کړي، چي د مقابل طرف د رادار سيستم له منځه يوسي او دغه راز به خپل رادار قوي کړي او ټانکر الوتکي به هم ترلاسه کړي. اسرائيل به دغه راز له امريکا متحده ايالاتو څخه داسي الوتکي وپيرې (د راپور عکس) چي امريکا ئې په لومړي ځل صادروي.

دغه V-22 الوتکي د څرخۍ الوتکي په شان ناسته او پرواز کولای سي او بيا لکه یوه عادي الوتکه واټن وهي. دغه لوتکي د سمندري ځواکونو د انتقال په برخه کي کاريږي.

دغه سيستم کيدای سي د ايران پر اتومي تاسيساتو باندي د اسرائيلو احتمالي يرغل له پاره ډير اهميت ولري.

جنگي الوتکي او توغندی.

د عربو متحده امارات غواړي چي د پنځو ميلياردو ډالرو په ارزښت ۲۶، F-16 جنگي الوتکي او دغه راز له هوا څخه مځکي ته نوي توغندی وپيري. سعودي عربستان هم دغه ډول توغندی او امريکايي جنگي الوتکي ترلاسه کوي.