1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د بشارالاسد راپرځول نه غواړي

احمد ولي اڅکزی/ آزانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۳, شنبه

د څلورو کالو راهيسي په سوريه کي يوه خونړۍ کورنۍ جګړه روانه ده، چي پای يې لا نه تر سترګو کيږي. د «اسلامي دولت» ډلې مظالم د سوريې د رژيم له پاره اوس تقريبا د پر قدرت پاته کېدو يو ډول تضمين جوړ سوی دی.

https://p.dw.com/p/1Eqt4
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/SANA

د امريکا د متحده ايالاتو استخباراتي اداره CIA وايي چي امريکا په پام کي نه لري چي د سوريې ولسمشر بشارالاسد او د هغه حکومت راوپرځوي. دا خبره د يادي استخباراتي ادارې رئيس جان برېنن په نيويارک کي و يوې غونډي ته د وينا پر وخت وکړه. د نوموړي په وينا: « زموږ څخه هيڅوک، نه روسيه، نه متحده ايالات، نه د اسلامي دولت پر ضد اتحاديان او نه هم د سيمي دولتونه غواړي چي په دمشق کي حکومت او سياسي ادارې ړنګي سي.»

جان برېنن په نيويارک کي د وينا پر وخت وويل: «هيڅوک نه غواړي چي القاعده او يا اسلامي دولت پر دمشق باندي پيش قدمي وکړي.» د برېنن په خبره د همدې کبله دا ډېره مهمه خبره ده چي د سوريې معتدله ياغي ډلې تقويه کړل سي. د دغه امريکايي چارواکي په وينا نړۍ واله ټولنه د سوريې له پاره د يو داسي حل ملاتړې ده چي پکښي يو «استازيتوب لرونکی حکومت» موجود وي.

د معتدلو ياغيانو سره د امريکا مرستي

په عيني حال کي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی دی چي حکومت په واشنګټن کي د کانګرس سره پر دې موضوع جر و بحث کوي چي د سوريې د معتدلو ياغيانو له پاره مرستي ۷۰ مليونه ډالره نوري زياتي کړي. د دغو پيسو په مرسته به د ياغيانو تر ولکې په لاندي سيمو کي د اداري کارونو او چارواکو مصارف برابر کړل سي.

په دې ترڅ کي ويل سوي چي ۲۵ مليونه ډالره بايد د اسد د مخالفينو د «اوپراتيفي وړتياؤ» د لوړولو له پاره مصرف کړل سي. که د امريکا کانګرس د حکومت دغه غوښتنه ومني، نو به د امريکا له خوا د سوريې د ياغيانو سره مالي مرستي و تقريبا ۴۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته جګي سي.

CIA Direktor - John Brennan
د CIA رییس جان بریننانځور: Getty Images/C. Somodevilla

برېنن په خپلو څرګندونو کي زياته کړې ده چي تقريبا ۲۰ زره بهرنيان د «اسلامي دولت» سره يو ځای جنګيږي. د هغه په وينا دغه بهرني جنګيالي د نړۍ د ۹۰ بيلو هيوادونو څخه و سوريې او عراق ته د جهاد کولو له پاره ورغلي دي. زياته سوې چي په دغو کي په زرهاؤ داسي بهرني جنګيالي هم شامله دي چي د غربي هيوادونو څخه و عراق او سوريې ته د جګړې په مقصد ورغلي دي.

هوډمن او باتجربه جنګيالي

د «اسلامي دولت» يا پخواني داعش ډلې د عراق او سوريې زياتي برخي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي او هلته يې اسلامي خلافت اعلان کړی دی. د CIA رئيس په نيويارک کي ويلي چي د «اسلامي دولت» پر ضد جګړه به زيات وخت ونيسي. د هغه په وينا «اسلامي دولت په ښه توګه اقتصادي او تسليحاتي امکانات لري. د دغې ډلې جنګيالي منظم، هوډمن او په جګړه کي باتجربه دي.»

د امريکا متحده ايالات د هغه ټلوالي مشري په غاړه لري، چي د «اسلامي دولت» پر مورچلونوباندي هوايي بمبارۍ کوي. دغه اتحاد د تېر کال د اګست مياشتي راهيسي ياده وسله واله ډله په نخښه کوي. خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما و جګړې ته د مځکني عسکرو د لېږد مخالفت کوي.