1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د بګرام زندان د ۳۷ تنو آزادېدل غندلي دي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۷, دوشنبه

امریکا ویلي چې افغان حکومت ۳۷ تنه هغه خطرناکه بنديان آزاد کړي دي چې د افغانستان او سیمي له پاره ګواښ رامنځ ته کوي. افغان حکومت د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې په دوو اوونیو کې به د ۷۲ تنو بندیانو لومړۍ ډله آزاده کړي.

https://p.dw.com/p/1Axnp
انځور: picture-alliance/AP

فغان حکومت د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۷) اعلان وکړ چې په دوو اوونیو کې به د بګرام زندان د پاته بنديانو لومړۍ ډله آزاده کړي. کابل تر دې مخکې د جنورۍ میاشتي پر نهمه نېټه اعلان کړی وو چې د بګرام زندان له هغو ۸۸ تنو بنديانو څخه چي واشنګټن خطرناک بللي دي د بندي کولو په اړه يې د کافي دلايلو د نه شتون له امله به ۷۲ تنه آزاد شي.

دا په داسي حال کې ده چي امریکا متحده ایالاتو بيا ويلي دي چي افغان حکومت ۳۷ تنه بنديان له بګرام زندان څخه آزاد کړي دي او پر دې باندي يې نیوکه کړې ده او هغه یې غندلي دي. امریکا دغه ۸۸ تنه بندیان خطرناکه بولي او وایي چې د افغان او امریکایي وګړو په وژنه کې ښکیل دي. خو افغان حکومت تر اوسه پوري لا دغه خبر تاييد کړی نه دی چې ګويا ۳۷ تنه زندانیان دي آزاد شوي وي، خو ویلې یې دي چې د هغوی د آزادولو پلان لري.

په دې سره د دې تمه کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت تر منځ اړیکې لا پسې ترینګلي شي. د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې د دې ترمخه لا د امنیتي تړون د نه لاسلیکیدو له کبله خرابي شوي دي.

د دغه تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د ۹۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ امریکایي سرتیري پاتې شي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چي ترڅو يې شرطونه منل شوي نه وي دغه تړون به لاسليک نه کړي.

تر دې مخکې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمیسیون مشر عبدالشکور دادرس، ویلي ول چې افغان حکومت به ډېر ژر د بګرام زندان بنديانو لومړۍ ۳۷ کسيزه ډله آزاده کړي. دادرس د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د هغوی دوسیې څېړل شوي او بشپړي شوي دي. موږ د هغوی د آزادۍ امر صادر کړی دی.» دادرس زیاته کړې ده: «هغوی به تر لازمو تخنیکي او امنیتي پروسیجرونو وروسته له زندانه آزاد شي. زه فکر کوم چې دا به تر یوې اوونۍ زیات او دوو اوونیو لږ وخت ونیسي.»دادرس دا خبره هم روښانه کړې ده چې په بګرام زندان کې د پاتو بندیانو د دوسیو د څیړلو بهیر روان دی.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي په يوه خبري غونډه کې د بګرام زندان د «طالب جوړولو یوه فابریکه» بللې وه. کرزي په دغه خبري غونډه کي پر امریکا متحده ایالاتو باندي سختي نیوکي وکړې او ویې ویل چې یوازي د خپلو شرطونو د پوره کیدو په صورت کې به له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

تر دې مخکې هم امریکا د افغان حکومت پر هغي پرېکړي باندي سختي نیوکي کړي وې چې له مخي يې د بګرام زندان بندیان آزاديږي. امریکايي چارواکي وایي چې د دغو کسانو دوسیې باید قضایي ارګانونو ته راجع شي او هلته یې برخلیک روښانه شي. امریکایي پوځي چارواکي ادعا کوي چې له بګرام زندان څخه د آزادیدونکو بندیانو په ډله کې ۱۷ تنه یې د سړک د غاړي بمونو په ښخولو او ۱۱ تنه نور یې د یوولسو افغانانو او ۴۲ امریکایانو په مرګ ژوبله کې ښکېل دي.

په بګرام زندان کې هغه افغانان ساتل کيږي چي د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي دي. تر ډېرو شخړو وروسته چي د دغه زندان مسوولیت افغانانو ته وسپارل شو، ولسمشر کرزي د دې ځای د بندیانو د دوسیو د څېړني په موخه یوه کمېټه وټاکله. د دې کمیټې د کار د پایلو له مخي د بګرام ډیر زندانیان تر اوسه پوري له دې زندان څخه آزاد شوي دي.