1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د حقاني شبکې فعاليت د منع کولو په اړه راپور هرکلی کړی

رويترز۱۳۹۳ دی ۲۶, جمعه

امريکا متحدو ايالاتو د هغه راپور هرکلی کړی دئ، چي پاکستان پتېيلې ده حقاني شبکه او نوري هغه ډلي چي له افراطيت سره تړاو لري منع اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/1ELTx
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د پاکستان «اکسپرس تريبيون» ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ د يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي په حواله ليکلي دي، چي حکومت پلان لري په «راتلونکو ورځو» کي د حقاني شبکې او ۱۱ نورو وسله والو ډلو فعاليتونه منع اعلان کړي.

د پاکستان حکومت په دې اړه د رويترز خبري آژانس پوښتني ته جواب نه دئ ويلی.

په واشنگټن کي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي ويلي دي، چي امريکا متحد ايالات د دغو ډلو د منع کولو په اړه راپور هرکلی کوي.

وياندي ماري هارف، په واشنگټن کي خبريالانو ته وويل: «دا په پاکستان کي د تروريستانو د فعاليتونو د نابودۍ له پاره يو مهم گام دئ.»

هغې زياته کړې ده چي د دغه پلان په اړه خبره وه، خو داچي څخه به اعلان سي په دې اړه معلومات نه لري.

هارف ويلي، دي چي پاکستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په وروستي سفر کي له پاکستاني چارواکو سره د تروريزم پرضد مبارزې په اړه خبري سوي دي.

هغې وويل: «کيري، په پاکستان کي له دغه هيواد سره پر ژورو امنيتي همکاريو باندي ټينگار کړی دئ.»

که چيري د پاکستان حکومت په رسمي توگه د حقاني شبکې د منع کولو اعلان وکړي، دا به وښيي چي دوی په رشتيا په تروريستي ډلو پسې راخيستې ده. خو داچي دغه اقدام به بيا عملي بڼه غوره کړه که نه وخت به ئې وښيي.

پر پاکستان باندي له ډيره وخته د دوه مخي سياست تور لگول کيږي، چي گويا د هغو وسله والو ډلو غير مخامخ ملاتړ کوي چي د هغه په گاونډيو هيوادونو افغانستان او هندوستان کي فعاليت کوي.

له هغه وروسته چي په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي د وسله والو له خوا يرغل وسو او نزدې ۱۳۴ کوچنيان پکښي ووژل سول، پاکستان ژمنه وکړه، چي د «ښه» او «بدو» وسله والو ډلو توپير به نه کيږي او له افغانستان سره په سرحد کي به د دغو ډلو پرضد عمليات کوي.

کيري، د سه شنبې په ورځ په پاکستان کي وويل، چي پاکستان بايد د داسي وسله والو ډلو پرضد مبارزه وکړي، له حقاني شبکه چي افغانستان ته پټکې کوي او په دغه هيواد کي د امريکا متحدو ايالاتو او هندوستان گټو ته گواښ دي.

د پاکستان د ملي امنيت مشاور سرتاج عزيز له کيري سره په خبرو کي ويلي ول، چي د ټولو وسله والو ډلو پرضد به «بې توپيره چلند» کيږي.