1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د داعش په ميليونو نغد ډالر خاوري سوي

۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

امریکا اعلان کړی دئ چي پر موصل ښار باندي په هوايي يرغل کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په نغدو ميليونونو ډالرو ډک يو گدام ئې له خاورو سره خاوري کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1Hbqd
انځور: Reuters/Shawn Nickel/U.S. Air Force

امريکا متحد ايالات وايي چي د دوی په مشرتوب ائتلاف د عراق پر موصل ښار د بمباریو پرمهال يوه داسي ودانۍ بمبار کړې ده چي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) خپلي نغدي پيسي پکښې ساتلې.

د امريکا د دفاع وزارت وياند اعلان کړی دئ چي د دوو ۹۰۰ کيلويي بمونو په مرسته ئې د داعش په «ميليونو» ډالر له خاورو سره خاوري کړي دي. د خاورو سوو ډالرو دقيق مبلغ ښوول سوی نه دئ.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي دغه نابود سوی ډالر تر هغه تاوان ډېر دي چي په تير يوه کال کي داعش ته د عملياتو پرمهال رسېدلی دئ.

تروريستي ډلي داعش دغه ودانۍ د نفتو د سوداگرۍ، باج اخيتسي او اجباري مالياتو د اخيستلو د ادارې په توگه کاروله.

پر داعش ډلي د امريکا په مشرتوب ائتلاف د عملياتو يوه موخه د دغي ډلي د مالي سرچينو له منځه وړل ښوول سوي دي.

د «سي ان ان» خبري شبکې د راپور له مخي پر دغه گدام باندي يرغل د مسکوني سيمي په دليل ډېر ستونزمن وو. د دغي شبکې د راپور له مخي په دغه هوايي يرغل کي څو ملکي کسان هم وژل سوي دي.

سي ان ان ويلي دي چي د امريکا بې پيلوټه الوتکي څو ورځي دغه سيمه څارله، څو روښانه کړي چي د ملکي کسانو تاتگ راتگ په کوم وخت کي کميږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب