1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سوريې په اړه د نړيوال ائتلاف په لټه کي ده

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۸, جمعه

تر هغه وروسته چې د بریتانیا پارلمان په سوريه کې د دغه هیواد له پوځي مداخلې سره مخالفت وښود، امریکايي چارواکو روښانه کړه چې اوس هم په سوريه کې د پوځي مداخلي له پار د یوه نړیوال ایتلاف په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/19Z6r
U.S. President Barack Obama walks out after speaking about the violence in Egypt while at his rental vacation home on the Massachusetts island of Martha's Vineyard in Chilmark August 15, 2013. REUTERS/Larry Downing (UNITED STATES - Tags: POLITICS)
Obama äußert sich zu Ägyptenانځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هیګل، د جمعې په ورځ فلیپین ته د خپل سفر په ترڅ کې روښانه کړه چې د بریتانیا په پارلمان کې د سوریې د پوځي مداخلې د وړاندیز ردیدل په دې معنی نه ده چې امریکا په دې برخه کې د نړیوالو متحدینو له لټولو څخه لاس واخلي.

پر سوریې باندې د یوه پوځي برید خبرې هغه وخت تودې شوې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې د اسد رژیم د ملکي وګړو پر ضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. په دغه برید کې چې د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه دمشق ته په یوې نزدې سیمه کي ترسره شو، له ۳۵۰ تنو څخه ډیر کسان ووژل شول.

هیگل د فلیپین په پلازمینه مانیلا کې وویل: «دا د ولسمشر اوباما او زموږ د حکومت هدف دی چې هره پریکړه چې نیول کیږي باید د نړیوالې گډې همکارۍ په پایله کې ونیوله شي.» دغه امریکايي چارواکي زیاته کړه چې سپینه ماڼۍ د بریتانیا د پارلمان د پریکړې درناوی کوي خو هغه ټینگار وکړ چې اوس هم له بریتانیا او د امریکا له نورو متحدینو سره خبرې اترې روانې دي. هیگل وویل: «موږ به د نړیوالو ملگرو د پیدا کولو له پاره خپلې هڅې جاري وساتو ترڅو یوځای په عمل لاس پورې کړو.»

فرانسه چمتو ده

په سوریې کې پوځي مداخله کولو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو یو بالقوه متحده فرانسه ده. دې هیواد هم د امریکا او انگلستان تر څنگ د امنیت په شورا کې د سوریې د رژیم پر ضد پریکړه لیکونه وړاندیز کړي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د جمعې په ورځ د «لي موندې» په نوم ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې په سوريه کې د مداخلې په برخه کي هغه ټولې ممکنه لارې په پام کې لري. هغه زیاته کړه: «په سوريه کې د کیمیاوي وسلو په واسطه ټول وژنه باید بې ځوابه پاته نه شي. فرانسه د سوریې د رژیم پر ضد د جدي عمل غوښتونکې ده.» اولاندې دا خبره هم روښانه کړه چې د سوریې پر ضد یو عمل د چهارشنبې تر ورځې مخکې ترسره کیدای شي.

د امنیت په شورا کې د سوریې پر سر موافقه نه ده رامنځ شوې

د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې په اړه د یوې موافقې رامنځ ته کیدل اوس هم له امکانه لیري ښکاري. روسيه او چین اوس هم د بشار الاسد په مشري د سوریې رژيم ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال گینادي گتیلوف، د «ايتار تاس» خبري آژانس ته ویلي دي: «روسیه په امنیت شورا کې د داسې هر تړون مخالفت کوي چې له مخې یې په سوريه کې له زور څخه کار اخیستل کیدای شي.»

په داسې حال کې چې بریتانیا د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې رژیم پر ضد د پوځي اقداماتو ملاتړ کوي خو د دغه هیواد پارلمان د پنجشنبې په ورځ د لومړي وزیر دیوید کامرون، هغه غوښتنه چې له مخې یې انگلستان په سوريه کې پوځي مداخله کولای شوای، رد کړ. که څه هم کامرون کولای شوای چې د خپل پارلمان له موافقې پرته هم په سوريه کې پوځي مداخله وکړي، خو هغه روښانه کړې ده چې د خپل پارلمان د پریکړې هرکلی به وکړي.

آلمان غواړي له پوځي مداخلې ځان لیرې وساتي

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د صدراعظمی انگلا میرکل، یوه ویاند ستیفن زایبرت، ویلي دي چې آلمان اوس هم په ملگرو ملتونو کې د سوریې د شخړې پر حلیدو باندې ټینگار کوي. هغه ویلي دي: «موږ هیله لرو چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا به د سوریې په اړه یوه واحد موقف ته ورسیږي. موږ هیله لرو چې هیڅوک به د امنیت په شورا کې په سوریې کې پر ترسره کیدونکو جنایتونو باندي سترگې پټې نه کړي.»

د میرکل دغه ویاند روښانه کړه چې اوس آلمان اوس هم په سوريه کې پوځي مداخله په پام کې نه ده نیولې. تر دې مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم دې ته ورته څرگندونې کړې وې.