1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سوري پوځ پر هوايي ډګر بريد وکړ

۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعه

د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين په سوريه کي د امريکا هوايي بريد غندلی دی. پوتين دغه بريد د يو «خپلواک دولت پر ضد» يرغل بللی دی. د امريکا ولسمشر ترمپ دغه بريد د «بنسټيز ملي امنيت» له پاره اقدام بللی دی.

https://p.dw.com/p/2aqIZ
Syrien USA Luftangriff auf Militärbasis
انځور: picture-alliance/AP Photo/US Navy/S. Price

امريکا متحدو ايالاتو د سوريې پر يوه پوځي هوايي ډګر بريد کړی دی. پنتاګون ويلي دي چي پر هوايي ډګر يې په لسونو «ټام هاوک» ډوله راکټونه توغولي دي. ياد وزارت د پنجشبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د اپريل ۷مه) دغه معلومات ورکړل.

د امريکا د رسمي معلوماتو له مخي په بشپړه توګه ۵۹ راکټونه په مديترانه کي د امريکا د پوځ له کښتۍ څخه د سوري نظامي مقر پر لور وتوغول سول. زياته سوې چي د دغه بريد په تړاو مخکي له مخکي روسيې خبر ورکړل سوی وو. د پنتاګون په وينا د دغه خبر مقصد دا و چي روسي عسکرو ته مرګ ژوبله نه واوړي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس تېلرسن وويل چي دغه عمليات يې له مسکو سره نه ول همږغي کړي. د تېلرسن په وينا مسکو د خپل مسؤليت په پرځای کولو کي پاته راغلی. نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په فلوريډا کي وکړې. تېلرسن وويل چي روسيې مخکي ژمني کړي وې چي په سوريه کي به کيمياوي وسلې خوندي کوي او هغه به له منځه وړي.

پوتين: «د نړيوال قانون ضد عمل»

Russland Präsident Putin in Sankt Petersburg
ولاديمير پوتينانځور: picture-alliance/dpa/M. Metzel

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سوريې د پورځ پر هوايي ډګر د امريکا بريد پر يو خپلواک دولت تېری بللی او هغه يې غندلی دی. د کرملن وياند ديميتري پيسکوف د جمعې په ورځ په مسکو کي وويل: «ولسمشر پوتين دغه بريد پر يوه خپلواک دولت تېر او دغه عمل د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندي کول بولي. داسي يو عمل چي د جوړ سوي دليل پر اساس تر سره کيږي.» د کرملن وياند پيسکوف زياته کړې ده چي د ملګرو ملتونو یوه اړونده سازمان د دې پخلی کړی وو چي د سوريې پوځ کيمياوي وسلې نه لري.

ترمپ: «د ملي امنيت له پاره يو اقدام»

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ په سوريه کي بريد د امريکا د «بنسټيزه ملي امنيت» د تامين له پاره يو مهم قدم بللی دی. دونلد ترمپ د پنجشنبې په ماخستن په يو لنډه خبري اعلاميه کي وويل چي د سوريې د پوځ پر ضد د دغه بريد امر نوموړي پخپله کړی ؤ. ترمپ وويل چي په نخښه کړل سوی هوايي ډګر هغه ځای دی، چي ورڅخه څو ورځي تر مخه د زهرجن ګاز د بريد له پاره الوتکه پورته سوې وه.

USA Statement Donald Trump zum Luftangriff auf Syrien
دونلد ترمپانځور: Reuters/C. Barria

دونلد ترمپ وويل: «زه نن پر ټولو مدنې ملتونو ږغ کوم چي زموږ سره ملګري سي.» د ترمپ په وينا په سوريه کي بايد د وينو بهېدل ودرول سي. ترمپ وويل چي سوريې د زهرجن ګاز په استعمال سره خپل نړيوال مسؤليتونه او د ملګرو ملتونو اعلاميې مجروح کړي دي. ترمپ په خپله وينا کي د نورو بريدونه ګواښ نه وکړ.

د سوريې د اپوزيسيون غبرګون

د سوريې دولتي تلويزيون د امريکا له لوري تر سره سوی بريد «د تېري عمل» بللی دی. د سوريې پوځ ويلي چي د دوی د «الشعيطات» هوايي ډګر د امريکا له لوري تر بريد لاندي راغلی دی. دغه نظامي هوايي ډګر د سوريې په مرکزي برخه حمس ته نژدې واقع دی.

د حمس د والي طلال برسي په وينا په دغه بريد کي لږ تر لږه ۵ انسانان وژل سوي او ۷ نور ژوبل سوي دي. د هغه په وينا مرستندويان د لګيدلي اور د وژلو او د ژوبل سوو کسانو په درملنه بوخت دي. د حمس د دغه والي په وينا، د امريکا دغه بريد به د داعش په څېر توندلارو سره مرسته وکړي.

طلال برسي زياته کړې ده چي په دغه بريد کي د نظامي هوايي ډګر دوې ناست کرښې له منځه تللي. زياته سوې چي په دغه بريد کي د تيلو زېرمي هم له منځه تللي دي.

د سوريې د اپوزيسيون ډلو امريکايي بريد د «يو ډېر مهم غبرګون» په توګه ستايلی دی. د سوريې د اپوزيسيون د ډلو د اتحاد وياند احمد رمضان په استانبول کي ويلي: «دغه بريد بايد د دې پېل وي چي د سوريې رژيم ته وويل سي چي اعمال به يې نور بېله مجازاتو پاته نه سي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.03.2017):