1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سولي په خبرو کي پرمختگ غواړي

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالات غواړي چي له طالبانو سره د خبرو اترو بهير ګړندی کړي او د شيکاګو په غونډه کي د ناټو غړو هيوادونو ته د افغانستان د سولي په بهير کي د پام وړ پرمختګ اعلان وکړي.

https://p.dw.com/p/13z35
انځور: AP

دا هغه څه دي چي د ناټو غړي هيوادونه ئې غواړي. د اوباما اداره هيله څرگندوي چي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي د خبرو پيل هم د ناټو په راتلونکې غونډه کي چي د روان کال په می مياشت کي په شيکاگو کي جوړيږي اعلان وکړي.

خو په افغانستان کي د سولي د خبرو اترو پيل اسانه کار نه دئ. امريکا بايد د طالبانو اعتماد تر لاسه کړي او کيدای سي چي د طالبانو ځيني بنديان له گوانتانامو زندان څخه آزاد کړي او طالبان دې ته وهڅوي چي په افغانستان کي قانوني سياسي مبارزه پيل کړي.

يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چي متحده ايالاتو غوښتل چي د دغي خبري اعلان د بن په کنفرانس کي وکړي. خو هغه وخت شرايط دې ته نه ول اماده او په خبرو کي لازم پر مختگونه هم نه وو شوي.

دغه چارواکي زياته کړې ده چي د شيکاگو د کنفرانس په اجندا کي هم له طالبانو سره د سولي موضوع شامله نه ده. خو که په دغه بهير کي پرمختگونه وشي نو پردې موضوع باندي به هم خبري وشي.

دغه امريکايي چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئي خبري کړي دي ويلي دي چي د شيکاگو په غونډه کي به پر دې خبري وشي چي افغان ځواکونو ته د امنيت د انتقال پروسه څرنگه تر سره سي. هغه زياته کړې ده چي امريکا غواړي په افغانستان کي ژر تر ژره د سولي بهير کامياب کړي.

که امريکا په دې هم وتوانيږي چي افغان حکومت او طالبان د سولي د خبرو اترو له پاره سره کښېنوي، د دې ضمانت نه سته چي دغه خبري به کاميابي شي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د کاميابيدو په اړه شکونه موجود دي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چي طالبان د څه له پاره په افغانستان کي جنگيږي او دا هم معلومه نه ده چي آيا طالبان په رشتيا سره غواړي چي د سولي په بهير کي ونډه واخلي.

د بنديانو ليږد

د اوباما اداره يوازي په افغانستان کي د سولي د بهير په اړه له ستونزو سره نه ده مخامخ. بلکي په خپل هيواد کي هم تر نيوکو لاندي ده. په متحده ايالاتو کي ډيری سياستوال له گوانتانامو زندان څخه د پنځو تنو طالب بنديانو له ليږد سره مخالف دي.

که امريکا او طالبان د بنديانو پر ليږد يوې موافقې ته سره ورسيږي نو د دغه بهير د گواښونو د کمولو له پاره به دا کار په دوو پړاونو کي تر سره شي.

لومړی به دوه يا درې طالب بنديان په قطر کي افغان حکومت ته وسپارل شي. که دغه کار د پلان له مخي پر مخ ولاړ او آزادسوو طالبانو يو وار بيا ترهگرۍ ته مخه نه کړه نو پاته بنديان به هم قطر ته واستول شي.

د شيکاگو په غونډه کي به همدا راز له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو د څرنگوالي په اړه هم خبري وشي. اوس داسي هم ويل کيږي چي امريکا غواړي په افغانستان کي خپله توجه ځانگړو عملياتو ته واړوي.

مسعود جهش (د رويترز خبري آژانس)
کتونکي: نجيب الله زيارمل