1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د شخصي استخباراتي شرکتونو په اړه څېړني کوو

۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

دامريکا د متحده ایالاتو حکومت غواړي دهغه پېغورونوپه هکله څېړني وکړي، چي ويل کيږي ددوی پوځیانوپه افغانستان او پاکستان کي د تند لارو اسلامي مقاومت کونکو د موندلو او وژلو لپاره د شخصي استخباراتي شرکتونو افراد ګمارلي دي...

https://p.dw.com/p/MU0Y
د امريکا د استخباراتي ادارې نښان
د امريکا د استخباراتي ادارې نښان

نيويارک ټايمز د مارچ د میاشتي پر 15 نېټه په افغانستان کي د امريکايي پوځي مقاماتو د یوه استازي له خولي، چي د خپل نامه د اخيستلو څخه يې ډډه کړې ګښلي ول، چي د امريکا پوځي مقاماتو يو مامور په افغانستان او پاکستان کي د تند لارو اسلامي مقاومت کونکو د موندلواو وژلو لپاره د شخصي استخباراتي شرکتونو څخه افراد استخدام کړي دي.

امریکایان غواړي دغه موضوع وڅېړي. د نيویارک ټایمز ورځپاڼۍ دخبر د خپریدلو څخه ورورسته،داسي ګومان کيږي، چي په دغه کارکي د پنتاګون د یوه عالي رتبه مامور او د هوايي ځواکونو د پخوانی منصبدارMichael Furlong لاس وي.

ښايي نوموړی امريکايي منصبدار د افغانستان دپاره ديوه اکتشافي پروژې څخه پیسې را ايستلي وي او په دغه پيسو سره يي انفرادي استخباراتي مامورين په افغانستان او پاکستان کي د تند لارو طالبانو او القاعدې د غړيو د پيدا کولو لپاره استخدام کړي وي.

په دغه فقره کي ډير پيغورونه او ډیري پوښتني نغښتي دي چي د امریکا د متحده ايالتونو ددفاع د وزارت له خوا بايد وڅیړل او وڅارل سي. دغه خبره دپنتاګون ویاند Bryan Whitmann کړې، او داچي امریکايی منصبدار Furlong به له دې امله محاکمې ته را کش سي او که نه، تردې مهاله د پنتاګون ویاند په دې هکله څه ندي ويلي.

لکه څنګه چي د امریکا د متحده ایالاتو په پوځي کړیو کي ويل سوي دي دغه تورن امریکايي منصبدار په تکساس کي په یوه څانګه کي، چي د« معلومات دافکارو د بدلولو د یوي وسيلې » د څانګي په نامه یادیږي ،کار کاوه. د رویتر آژانس يوه خبریال غوښتل، چي له دغه امریکايي منصبداره سره یوه مرکه وکړي خو امریکایانو ددې کار مخ نوی کړی.

دنيويارک ټایمز ورځپاڼي په يوه خبر کي ويل سوي دي، چي د امريکايي منصبدار Furlong دپټو فعاليتونو څانګه تړل سوي ده. د امریکا دمتحده ایالاتو يوه حکومتي کار کونکي د نيویارک ټایمز ورځپاڼي ته ويلي دي، که څه هم ددغه پټ سازمان فعالیتونه ګټور ول، خو خبره داده، چي په يوه جګړه ځپلې سيمه کي د انفرادي استخباراتي شرکتونو د افردو استخدامول يو ښه او مجازکار نسي بلل کيدای.ځکه دغه راز فعالیتونه په اصطلا د جيمز باند فلمونو ته ورته فعالیتونه بلل کيدای سي، چي فلم به يې په زړه پوري وي خو په عملي ژوندکي نه.

د امریکا د متحده ايالتونو په حکومتي کړیو کي ويل سويFurlong ته دا دنده سپارل سوې ول، چي د انفرادي استخباراتي مامورینو په مرسته يو لړ مالومات د ټولنيزو چارو دپاره راغونډ کړي، تر څو، موږ د افغانستان د حالاتو په هکله سالم قضاوت وسو کړای، خو نوموړي منصبدار ددغه مالوماتو څخه د بل هدف دپاره کار اخيستی دی.

Reuter/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل