1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د يرغل په مقابل کي اماده يو

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۱, چهارشنبه

د شمالي کوريا له خوا نوو تهديدونو ته په کتو سره، جنوبي کوريا او د امريکا متحده ايالاتو خپل استخباراتي کشافي کړۍ نوري هم تقويه کړي دي. امریکا په سيمه کي د ثبات راتلو له پاره د يوه سمدلاسه تهديد خبري کوي.

https://p.dw.com/p/18CpY
Navy vessels of South Korea and the U.S. participate in a joint military drill on the west sea, west of Seoul, in this picture taken March 17, 2013 and released by the South Korean Navy on March 18, 2013. REUTERS/South Korean Navy/Handout (SOUTH KOREA - Tags: MILITARY POLITICS) ATTENTION EDITORS � THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. SOUTH KOREA OUT. NO COMMERCIAL OR EDITORIAL SALES IN SOUTH KOREA. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS
USA Südkorea Seemanöverانځور: Reuters

د جنوبي کوريا په مرکز سيول کي د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي، چي د دغه هيواد او امریکا متحده ايالاتو گډ لښکر د تيارسی په حال کي دئ.

دواړه هيوادونه رسمي معلوماتو ته په کتو سره دې نتيجې ته رسېدلي دي، چي شمالي کوريا، لږ تر لږه دوه توغندی په لوېديځ ساحل کي د احتمالي توغولو له پاره اماده کوي.

د جنوبي کوريا د «Yonhap» خبري آژانس د دغه هيواد د لښکر د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی ليکي چي «څرگندي نخښي نښانې موجودي دي چي شمالي کوريا له يوې سياري دستگا څخه په يوه وخت د لنډ او منځني واټن ويشتونکي توغندی توغولای سي.

په دغو وسلو کي د «Musudan» توغندی هم شامل دي، چي له ۳۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ کيلومتره پوري واټن ويشتلای سي.

دغه توغندی کولای سي په آرام سمندر کي امريکايي اډې په نخښه کړي. خو دا لا روښانه نه ده چي په دغو توغنديو کي اتومي سرگلولې نصب دي او آيا په دومره ليري فاصله کي به هغوی دقيق امريکايي اډې په نخښه کړای سي.

د سه شنبې په ورځ کمونيستي شمالی کوريا يوار بيا خپله تهديدونه دور هم سخت کړل او په جنوبي کوريا کښي ئې په بهرنيو کارکونکو ږغ وکړ، چي له دغه هيواد څخه ووځي، ترڅو په جنگ کښي ښکېل نه سي.

د شمالي کوريا د دولتي رسنۍ یوه وياند ويلي دي، چي په جنوبي کوريا کښي د ټول بهرني سازمانونه، شرکتونه او سيلانيان بايد په دغه هيواد کي د خوندي ځايونو په اړه معلومات ولري او پروخت باندي له دغه هیواد څخه د وتلو پلانونه جوړ کړي.

«مستقيم تهديد»

په آرام سمندر کي د امريکا متحده ايالاتو د جنگي لښکر قوماندان ادميرال ساموئل لوکلر، د شمالي کوريا د ليري واټن توغندی او اتومي وسلو آزموينه يو مستقيم تهديد بولي.

لوکلر په واشنگټن کي د امريکا سنا و پوځي کمېټې ته وويل چي «دا د امريکا ملي امنيت او د سيمي سولي او ثبات ته يو مستقيم گواښ دئ»

د کوريا په نيمه ټاپو کي جنگ کيدای سي ټولي لوېديځي اسيا ته «د اوږده وخت له پاره ډېر پراخ ناوړه عواقب ولري». دې پوښتني په جواب کي چي آيا د امریکا جنگي لښکر د شمالي کوريا د یوه احتمالي يرغل په مقابل کي اماده دئ؟ لوکلر وويل: «موږ تيار يو»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب