1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د يورو ژغورني صندوق لا پیاوړي کول ستایلي دي

۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبه
https://p.dw.com/p/14ViG

د امریکا متحده ايالتونو د يورو پول واحد د غړو هيوادونو هغه پرېکړه ستايلې ده چي له مخي ئې د يورو پول واحد د ساتنې صندوق لا پياوړی کول غواړي. د متحده ايالتونو د مالي چارو وزارت ويلي دي چي د يورو هيوادونو دغه مثبتې هلي ځلي د دې سبب گرځي چي پر يورو زون اعتبار لا زيات سي. پدغه غبرگون کي زياته سوې چي يورو هيوادونو د قرضو د بحران په ترڅ کي په تيرو مياشتو کي زيات پرمختگونه کړي دي. د دې څخه تر مخه د يورو هيوادونو د مالیي چارو وزيرانو د جمعې د ورځي د کوپن هاگن په خپله غونډه کي پرېکړه کړې وه چي د يورو د بحراني صندوق حجم به ۸۰۰ میلیاردو يورو ته لوړوي. د المان هيواد تر زيات وخته د دغه صندوق د حجم د زياتونې مخالفت کاوه خو وروسته په دې راضي سو.