1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د پاکستان استخباراتي اداره په تروريستي ليست کي داخله کړې

۱۳۹۰ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو هغو پلټونکو چي د گوانتانامو بنديان يي تر پلټني لاندي نيولي ، د پاکستان استخباراتي ادراه د يوې «تروريسيتي ډلي» په توګه درجه بندي کړې ده. دغه بربنډوني ويکيليکس انترنيت پاڼي خپرې کړي.

https://p.dw.com/p/113yo
د ويکيليکس اسناد د ISI او متحده ايالاتو ترمنځ د يوې سختي پيچلي اړيکي بربنډونه کوي.
د ويکيليکس اسناد د ISI او متحده ايالاتو ترمنځ د يوې سختي پيچلي اړيکي بربنډونه کوي.انځور: picture-alliance/dpa

په دغو اسنادو کي چي د 2007 کال دي، د نړۍ د ترهګرو ډلو يو فهرست جوړسوی چي په هغو کي د پاکستان د استخباراتي ادارې ترڅنګ، طالبان، حماس او حزب الله ډلي شاملي دي.

نوموړي فهرست د ګوانتانامو په شخړه ييز زندان کي چيري چي د« د تروريزم ضد جګړي» مشکوک ترهګر ساتل کيږي، د متحده ايالاتو د مستنطقينو د ليکونو له مخه جوړسوی دی او اوس د ويکيليکس چي د محرميت ضد يو انتر نيت پاڼه ده بربنډ سوي دي.

د دغو اسناو بربنډول ښايي د واشنګتن او اسلام اباد تر منځ ترينګلي اړيکي نوري هم خړي پړي کړي. د پاکستان استخباراتي اداره چي له کلونو را په دي خوا لهCIA سره په ګډه کار کړی، په دې تورنه ده چي له زور پالونکو افراطينو سره اړيکي لري.

د ويکليکس دغه بربنډوني په داسي وخت کي صورت مومي چي د متحده ايالاتو لوړ پوړي پوځي جنرال، ديويد پترايس په پاکستان کي په ليدنه کتنه بوخت دی او له دې سره سم د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپلو نژدې مشاورينو سره ويني ترڅو له هغو سره د پاکستان او افغاستان په وړاندي د متحده ايالاتو پر ستراتيژۍ باندي غور وکړي.

د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز، مايک مولن، کله چي تيره اوني اسلام آباد ته سفر وکړ مخکي له دي چي له پاکستاني مشرانو سره وويني په ښکاره توګه ييISI تورنه کړه چي د حقاني له ترهګري شبکې سره تړاو لري. د مولن دغي څرګندوني د اسلام آباد او واشنگټن اړيکي نوري هم خړي پړي کړې.

د بربنډ سويو اسناو په يوه بله برخه کي د ګوانتانامو مستنطيقينو ته بنديانو ويلي دي چي د 1990 لسيزي له پای تر 2003 کال پوري لهISI سره د هغوی همکاري هغه يوبل ثبوت دی چي نوموړې اداره له طالبانو يا القاعدي سره تړاو لري.

پاکستان په افغانستان کي د طالبانو د رژيم چي په 1996 کال کي يې قدرت ونيو، په جوړولو کي ستر نقش درلود. خو پر امريکا باندي د 2001 کال د سپتمبر پر 11 له تروريستي بريدونو څخه وروسته پاکستان د تروريزم ضد جګړه کي د واشنګتن په څنګ کي ودريد.

اسلام آباد چي په تيره لسيزه کي په نوموړي جګړي کي د ګډون لپاره له متحده ايالاتو څخه په ملياردو ډالره مرستي تر لاسه کړي دي، له «ترهګرو ډلو» سره تړاو او په اصطلاح د « Double Game» يا «دوه مخ ييزه لوبي» تورونه ردوي. اسلام باد وايي چي پاکستان خپله د ترهګرو د بريدونو قرباني دی او حتي د هغه د استخباراتي اداري پر مقر يې هم حملې کړي دي.

د ويکي ليکس اسناد د ISI او متحده ايالاتو ترمنځ د يوې سختي پيچلي اړيکي بربنډونه کوي. په دغو اسنادو کي ښکاري چي متحده ايالات له يوې خوا د ISI پر همکاریو باندی سخته تکيه کوي او د بلي خوا پر هغې باندي شک لري.

شيخ خالد چي خپله يي اعتراف کړی. د «سپتمبر د يولسمي حملو» د طراحانو له جملي څخه دی او د ګوانتانامو د مشهورو بنديانو څخه شميرل کيږي، د ISI له خوا ونيول سو او متحده ايالاتو ته وسپارل سو.

خو د ويکيليکس له خوا په بربنډ سويو اسنادو کي د ګوانتانامو د يو بل بندي، «حاجي صاحب روح الله وکيل» خبرو ته هم اشاره سوې چي نوموړي ادعا کړې د القاعدي هغو کسانو ته چي په افغانستان کي مرسته کړې، د پاکستان د يو چارواکي له خوا ورته اجازه وسوه چي له پولي څخه تير سي او پاکستان ته وتښتي.

په يو بل بربنډ سوي سند کي بيا راغلي دي چي روح الله دISI سره همکاري کوله چي په افغانستان کي د حامد کرزي تر مشرۍ لاندي حکومت کمزوری کي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل