1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د چين جنوبي سمندرګي ته جنګي بيړۍ استولي

۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

د چين پر خبرداريو سربيره د امريکا متحدو ايالاتو جنګي گښتيو د چین په جنوبي سمندرګي کې ګزمې پيل کړي دي. د امريکا سمندري ځواکونو بیا د «معمول د عملياتو» خبره کوي.

https://p.dw.com/p/2XtK5
US Marine - Flugzeugträger USS Carl Vinson
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Navy photo by Dusty Howell

څو ورځې مخکي چين د امريکا متحدو ايالاتو له نوي حکومت څخه يو وار بيا غوښتنه وکړه چې د چين د جنوبي سمندرګي په اوبو او دهلته پر پرتو ټاپوګان د پيکنګ له حاکميت څخه سرغړونه ونه کړي. د چين د حکومت له خوا ويل شوي ول چې دوی به په سيمه کې په څرگنډ ډول د خپلو حقونو او ګټو دفاع وکړي. د چین اولسي جمهوريت د امریکا له خوا ګزمو ته د پاروني په سترګه ګوري چې دا په سيمه کې د پوځي ټکر خطر زياتوي.

په دې عملياتو کې د امريکا د دغه جنګي بيړيو ترڅنګ چې اوس په ګزمه بوختې دي، په اتومي وسلو مجهزه الوتکي ليږدونکې کښتۍ «يو ايس ايس کارل ونسون» او ځيني جنګي جټ الوتکې هم شاملې دي. د امريکا د سمندري پوځ د اعلاميې په حواله دا ګزمې د فيبرورۍ مياشتې پر ۱۸ نيټه پيل شوي دي.

مهمه نړيواله سمندري لاره

د امريکا له خوا دا تازه عمليات د سمندرګې په هغه  برخه کې ترسره کيږي چې د سيمي ځيني هيوادونه یې د ملکيت دعوا کوي. د چين ترڅنګ ويټنام، فليپين، بروني او ملازيا د چين د جنوبي سمندرګي پر ځينو ټاپوګانو د خپل حق خبره کوي.

په سمندر کې د ترسره کيدونکي نړيوال تجارت يو پر دريمه برخه له دې لارو ترسره کيږي. سربيره پر دې اټکل شوی چې په دې سیمه کې د تيلو او ګازو ستري زیرمې هم شته.

د چين په جنوبي سمندرگي کي د چين د مالکيت ادعاوي
د چين په جنوبي سمندرگي کي د چين د مالکيت ادعاوي

چین د دغي ۳،۵ميليون متره مربع ستري سيمې چې ټاپوګان هم پکښې شامل دي د ملکيت دعوا کوي، په داسې حال کې چې دغه ټاپوګان د فليپين د ساحل په۲۲۰ او د چين د ساحل په۸۰۰ کيلومترۍ کې پراته دي. ګاونډي هيوادونه د چين له خوا خطر احساسوي او پر دې سختې نيوکې کوي چې چين دومره لیري پرتې سيمې هم خپلي ګڼي.

امريکا په اصل کې د چين او ګاونډيو هيوادنو ترمنځ له لسیزو راهیسي رواني شخړې په ترڅ کې بې طرفه پاته شوی، خو تل پر دې ټينګار کوي چې په دغه سيمه کې د کښتيو په حمل و نقل کې بايد خنډ رانه شي او له همدې کبله کله نا کله په دغو اوبو کې پوځي ګزمې کوي. دا ډول ګزمې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت پر وخت هم کېدلې.

د فيبرورۍ مياشت په سر کې د امريکا د دفاع نوي وزیر جيمز ماتيس، جاپان ته د خپل لومړي سفر پر وخت دا خبره روښانه کړه چې دمګړی د دې اړتيا نه ويني چې د پيکنګ د حکومت له خوا د چين په جنوبي سمندرګي کې د ملکيت د شخړي په ترڅ کې دې له پوځي فشاره کار واخيستل شي. هغه ويلي ول : «د پوځي مانورو اړيتا نه شته. ښه به وي چې ستونزي له ديپلوماتيکو لارو حل شي.»

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: