1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا روسيې ته د نورو بنديزونو گواښ کړی

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۵, جمعه

د امریکا د بهرنیو چار وزیر پر روسیې باندي ږغ کړی دی چې د اوکراین په اړه خپله اوسنې تگلاره بدله کړي. دا په د اسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین پولې ته نزدې پوځي مانورونه پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BoGF
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېړي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې روسیې تر اوسه د ژنیو تړون د مواردو د عملي کیدو په موخه «هیڅ ثابت گام» نه دی اخيستی. کېړي زیاته کړې ده چې روسیې د ژنیو کنفرانس د پریکړو پر ځای خپله توجه «لیونتوب، تظاهر او بې ثباتي» ته متمرکزه کړې ده.

کېړي دغه خبري په واشنگټن کې کړې دي. هغه زیاته کړې ده چې د اوکراین د موقت حکومت غړي د ژنیو د پریکړو پر اساس موافقو ته رسیدلي دي. کېړي په دې برخه کې د اوکراین د موقت لومړي وزیر له خوا په اساسي قانون کي د بدلونونو د راوستلو او د روسي ژبي د ملاتړ په گډون هغو ژمنو ته اشاره وکړه چې دغه چارواکي د ژنیو تر کنفرانس وروسته اعلان کړې.

کېړي روښانه کړه: «یاتڅینیوک په مستقیم ډول د روسانو اندیښنو ته رسیده گي وکړه. هغه دغه کار یوازي په یوه ورځ کې ترسره کړ.»

کېړي پر روسیې باندې نویو ممکنه بندیزونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې که د اوکراین په مورد کې خپلې اوسنۍ ستراتیژي ته دوام ورکړي نو دا به د دې هیواد ډیره لویه او مصرف لرونکې اشتباه وي. کېړي وویل: «د تگلاري د بدلون امکانات پر کمېدو دي. ولسمشر پوتین او روسیه یو انتخاب لري. که روسیه دا پریکړه وکړي چې د کړکېچ د آرامیدو لار انتخاب کړي [...] موږ به ټول د دې کار هرکلی وکړو. خو که روسیه دغه کار و نه کړي، نړۍ به ځان په دې خبره ډاډه کړي چې د روسیې لگښتونه لوړیږي.»

پولي ته نزدې پوځي مانورونه

کېړي په داسې حال کې دغه خبري کړي دي چې روسیې پولې ته نزدې د پوځي مانورونو د بیا پیلیدو خبره کړې ده. دغه پریکړه د اوکراین تر هغه اعلان وروسته وشوه چې پوځ یې د دې هیواد په ختیځ کې پنځه یاغیان وژلي دي.

ویل کیږي چې د روسیې د دفاع وزیر ویلي دي چې هیواد یې د دغه شان وضعیت پر وړاندې غبرگون ښوولو ته مجبور دی. هغه زیاته کړې ده: «سر له نن څخه، له اوکراین سره پولو ته په نزدې سیمو کې پوځي مانورونه پیلیږي.»

د اوکراین پوځ په روانه اوونۍ کي د هغو ودانیو د بیا نیولو عملیات پیل کړل چې د روسي پلوو وسله والو کسانو له خوا نیول شوي دي. روسیې د اوکراین د دې اقدام له کبله دې هیواد ته گواښ وکړ او ویې ویل چې دا کار به خپل عواقب ولري.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون، گواښ کړی دی چې د اوکراین وضعیت له کنترول څخه د وتلو په حال کې دی. هغه د کړکیچ له ټولو اړخونو څخه غوښتي دي چې له تاوتریخوالي کار وا نه خلي.

له بلې خوا د پنجشنبې په ورځ د آلمان ARD تلویزیون خبر ورکړ چې دغه هیواد روسیې ته د وسلو خپل ټول صادرات په موقتي ډول درولي دي. د آلمان یو خاص کمېسیون نورو هیوادونو ته د وسلو د صادراتو اجازه ورکوي. ویل کیږي چې همدې کمېسیون په اوکراین کې د رامنځ ته شوي وضعیت له کبله، روسیې ته د وسلو صادرات بند کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب