1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا سوريې ته اضافي ځانګړی ځواک لېږي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۵ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه به ۲۵۰ تنه نور امریکایي ځانګړي ځواکونه سوریې ته واستوي چې د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد جګړه کې د سوریې د پاڅون کوونکو مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1Icbx
ځانگړي امریکايي عسکر
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

اوباما اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل سره ولیدل او وروسته یې په ګډه د بریتانیا او فرانسې له مشرانو سره د داعش پر ضد جګړې په اړه بحث وکړ.

اوباما د آلمان پا هنوور ښار کې د خپلې وینا پر مهال د «اسلامي دولت» ډلې په ټکولو کې د ناټو د غړو هیوادونو هڅې وستایلي. هغه دغه ډله «د امریکا او اروپايي هیوادونو پر وړاندي تر ټولو مهم ګواښ وباله».

هغه وویل: «همدا اوس هم د امریکایي ځانګړو ځواکونو یوه وړوکې ډله په سیمه کې ده. د هغوی وړتیاوي په داسي حال کې چې سیمه ایزو ځواکونو د داعش غړي له مهمو سیمو پر شا کړې دي، ډیرې مهمې دي.»

اوباما د نویو ځواکونو د استولو په اړه وویل: «په سوريه کې د مېشتو ځواکونو بریاو ته په کتو سره ما تائید کړې ده چې تر۲۵۰ تنو پوري نور اضافي امریکایي ځواکونه او پوځي پرسونل سوریې ته واستول شي چې پر مختګ ته دوام ورکړل شي.»

دغه امریکايي ځواکونه به د داعش پر ضد جګړه کې ونډه وا نه خلي، خو سوریایي جنکیالیو ته به روزنه او مشورې ورکړي.

اوباما وویل: «دغه ترهګر به هم هغه درس واخلي چې تر دوی مخکنیو ترهګرو ته ورکړل شوی دی. دا درس دا دی: ستاسو نفرت زموږ د ملتونو پر وړاندي چې زموږ د ژوند له طریقې څخه دفاع کوي، هیڅ هم نه دی.»

د سوریې اپوزیسیون هم د امریکا متحدو ایالاتو د دغې پرېکړه ستاینه کړې ده، خو ویلي يې دي چې په دغه هیواد کې به تر هغه وخته پوري سوله را نه شي چې د اسد رژیم ګوښه نه شي.

خو له واکه د اسد ګوښه کیدل ښايي یو څه ستونزمن وي، ځکه روسيه، چين او ايران يې ټينگ ملاتړ کوي او که اروپا او امریکا متحد ایالات د هغه د اپوزیسیون ملاتړ کوي، اسد او رژیم یې توانیدلی چې تر خپل کنترول لاندي سیمي وساتي.

پر دې سربیره د امریکا، اروپا، چین او روسیې له پاره اوس د اسد تر موضوع، د داعش ځپل ډیر ارزښت لري. دغه ډله اوس د عراق او سوریې ډیري برخې تر خپل کنترول لاندې لري.