1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا عراق ته توغندی او بې پيلوټه الوتکي ورکوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ دی ۶, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو له تروريزم سره د مبارزې په برخه کي عراق ته له هوا څخه مځکي ته توغندی ورکړي دي او په پلان کي لري چي بې پيلوټه الوتکي هم ورکړي. دا په داسي حال کي ده چي په دغه هيواد کي زور زياتی ډېر سوی دی.

https://p.dw.com/p/1AhLC
انځور: Getty Images

د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د راپور له مخي د عراق پوځ تر اوسه پوري له هوا څخه مځکي ته ۷۵ «Hellfire» توغندی له امريکا متحده ايالاتو څخه ترلاسه کړي دي. دغه راز تمه کيږي چي د راتلونکي کال تر مارچ مياشتي پوري به عراق ته ۱۰ بې پيلوټه الوتکي هم ورکړل سي. نيورياک ټايمز ورځپاڼي دغه راپور د بارک اومابا ادارې د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله ليکلی دی.

له القاعدې سره د تړلو ډلو پرضد جنګ

د امریکا متحده ايالاتو له خوا ورکړل سوي دغه تجهيزات د عراق له پوځ سره مرسته کوي چي په خپل هيواد کي له مخالفو وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د «عراق او شام اسلامي دولت» له سازمان سره چي له القاعدې سره تړلی دی مبارزه وکړي. دغه سازمان په عراق کي د وروستيو بې شمېره بريدونو مسوول ګڼل سوی دی.

د نيويارک ټايمز په خبره، امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چي په عراق کي د افراطيانو اکثره ډلي له سوريې سره په سرحد کي فعاله دي. په دغه سيمه کي له تيري اوونۍ راهيسي د عراق د پوځ او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ جنګ روان دی. دغي ورځپاڼي دغه راز ويلي دي چي په دغه وسله وال جنګ کي د امريکا له خوا د عراق پوځ ته له ورکړل سوو توغنديو څخه هم کار اخيستل سوی دی. دغه توغندی د کوچنیو الوتکو په مرسته د ياغيانو پر کمپونو باندي توغول سوي دي.

پر المالکي باندي نيوکي

د روان کال په نومبر مياشت کي د عراق لومړی وزير نوري المالکي په امريکا کي د سفر پرمهال په خپل هیواد کي له تروريزم سره د مبارزې په برخه کي له متحده ايالاتو څخه د مرستي غوښتونکی سو. خو د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ډېرو استازو بيا د المالکي له غوښتني سره مخالفت وکړ. دغو استازو ويل چي د المالکي شيعه مذهبه هم د دغه هيواد په تاوتريخوالي کي لاس لري. د عراق سوني مذهبه اقليت خپل ځانونه د المالکي د حکومت تر فشار لاندي احساسوي.

د عراق د پخواني مشر صدام حسين د واکمني پر مهال چي سوني مذهبه وو، له شيعه ګانو سره تعصب کېدی. په ۲۰۰۳ کال کي پر عراق باندي د امريکايي ځواکونو تر يرغل وروسته سني مذهبو قدرت له لاسه ورکړ. په ۲۰۱۱ کال کي له عراق څخه د امريکايي ځواکونو تر بشپړه وتلو وروسته په دغه هیواد کي فرقه يي جنګ پيل سو. له هغه وخته تر اوسه پوري په دغه هيواد کي هره ورځ خونړي بريدونه تر سره کيږي.

د کريسمس په ورځي کي بريدونه

د عراق مسيحيان هم له بريدونو خوندي نه دي. د مسيحي ميلاد اختر په لومړۍ ورځ د بغداد په تقريباً مسيحي مېشته سیمه باندي په بريد کي نزدې ۳۴ تنه ووژل سول. د پوليسو په خبره يوې کليسا ته نژدې په يوه موټر کي ځای پر ځای سوو موادو په چاودنه کي نزدې ۲۴ تنه ووژل سول. دغه چاودنه هغه مهال وسوه چي مسيحيان تر عبادت وروسته له کليسا څخه د وتلو په حال کي ول.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د ران کال له پيل راهيسي د عراق په زور زياتيو کي نزدې ۶۶۵۰ انسانان وژل سوي دي.