1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا عراق ته د وسلو لېږلو بهير ګړندی کوي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۷, سه‌شنبه

امریکا متحده ايالاتو ویلي دي چې عراق ته به د توغنديو او څارونکو بې پيلوټه الوتکو د استولو پروګرام ګړندی کړي. دا په داسې حال کې ده چي د عراق د فلوجې ښار د القاعدې پلوه جنګياليو په ولکه کي دی.

https://p.dw.com/p/1AmF4
انځور: Ali Al-Saadi/AFP/Getty Images

د امريکا د دفاع وزارت پنتاګون ویلي دي چې واشنګټن به د عراق حکومت ته د «Hellfire» په نامه د نورو ۱۰۰ توغنديو د لېږلو پروسه ګړندۍ کړي.

د دغه تړون پر اساس چي پخوا لا د بغداد او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی وو، ټاکل شوې وه چې دغه توغندی به د راتلونکو«څو میاشتو په موده کې» د عراق د حکومت په اختيار کي وکړي.

ویل کیږي چي دغه د«ټانک ضد» وسله، د چورلکو او جنګي الوتکو په وسیله هم فیر کېدلای شي.

یوه امریکايي پوځي چارواکې سټیون وارن، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د بغداد حکومت ته به د«سکین ایګل» په نامه لس بې پیلوټه الوتکې هم ورکړل شي.

دغه کم مصرفه بې پیلوټه څارونکي الوتکۍ ۳متره اوږدوالی لري او پرلپسې ۲۴ ساعته د پرواز کولو توان لري.

وارن، د عراق د اوسنۍ وضعي په اړه ویلي دي، چې واشنګټن به د القاعدې شبکې پرضد د بغداد له حکومت سره مرسته وکړي خو هغه عراق ته د امریکايي ځواکونو د استولو امکان رد کړ.

یو شمیر انتقاد کوونکي په دې نظر دي چې که امریکايي ځواکونه اوس هم په عراق کې موجود وای نو د«فلوجې» او «رمادي» په ښارونو کې به یاغیانو ته د پرمختګ زمینه نه برابرېدلای.

د القاعدې جنګيالي
انځور: picture-alliance/AP Photo

د عراق د لومړي وزیر غوښتنه

د عراق لومړي وزیر نوري المالکې، د فلوجې له قومي مشرانو څخه غوښتي دي چې دوی دي له دغه ښار څخه د القاعدې شبکې پلوي جنګیالي وباسي، څو حکومت په دغه سیمه کې پوځي عملیات تر سره نه کړي.

له هغه وروسته چې د فلوجې ښار یاغیانو په خپل کنترول کې راوست، حکومتي ځواکونو دغه ښار محاصره کړی دی.
د عراقي چارواکو په خبره کیدای شي په راتلونکو څو ورځو کي پوځ د دغو یاغیانو پر ضد عملیات ترسره کړي.

د فلوجې دوو تنو قومي مشرانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د فلوجې پر روان حالت سیمه ییزو ټولنو او مذهبي مشرانو څو واره خبري اتري کړي دي، څو له دغه ځایه د یاغیانو د ایستلو پر طریقې یوې موافقې ته ورسیږي. د دوی په خبره هڅه کیږي چې په ښار کې د وینو توېدلو او زوز زياتيو مخنيوی وشي.

بله خوا ته د انبار د سیمه ییز حکومت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په «رمادي» کې یاغیان پرشا تمبول شوي دي. د یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي فالح الایساوي، په خبره یاغیان د ښار ختیځ خوا ته تښتېدلي دي.

هغه زیاته کړې ده:«هوايي ځواکونه به په راتلونکو څو ساعتونو کې دغه جګړه پای ته ورسوي». د انبار ایالت دغه لوړپوړي چارواکې ویلې دي چې د رمادي په مرکز کي وضعیت ډیر ښه شوی دی او د سه شنبې له ورځي راهیسي هلته ورځنۍ چاري عادي حالت ته ګرځیدلي دي.