1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د افغانستان د کنفرانس څخه په ګټه د ايران سره وږغيږي

۱۳۸۸ فروردین ۹, یکشنبه

د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت مرستيال مشاور، دينيس ميک دوناف، وويل چي د هغه په نظر ځيني موضوعات لکه له د نشه يي موادو سره مبارزه، شته ده چي موقع برابروي ترڅو ايران او متحده ايالات په ګډه د افغانستان په هکله خبري وکړي...

https://p.dw.com/p/HMBD
په دنهاګ کي د افغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس کي به د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او د ايران استازی به د يوه مېز تر شا سره ناست وي
په دنهاګ کي د افغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس کي به د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او د ايران استازی به د يوه مېز تر شا سره ناست ويانځور: AP / Montage DW

ميک دوناف ايران په اشارې سره په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل:« زموږ هيله داده چي هغوی يعني ایرانيان دا ديوې موقع په توګه وويني تر څو په رغوونکې توګه دې موضع ته تماس ونيسي.».

د سپيني ماڼۍ يولوړ پوړي چارواکي پرون وويل چي د امريکامتحده ايالات هيله من دي چي د هالنډ په پلازمېنه دنهاګ کي چي د سه شنبې په ورځ نړيوال کنفرانس دايريږي،له ايران سره د افغانستان پر ځينو موضوعاتو باندتماس ونيسي.

ايران دپنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي هغه د ملګرو ملتو په مشرۍ نوموړي کنفرانس ته چي وړانديز يې د واشنګټن له خواسوی و، ګډون کوي. د افغانستان په دغه کنفرانس کي د نړۍ د شاوخوا 80 هيوادونو استازي برخه اخلي.

هغه يادونه وکړه:« په ايران کي د هيروينو ستونزي کولای سي چي په دې موضوع کي د خبروله پاره د همکارۍ يوه ښه موقع برابره کړي.»

ميک دوناف څرګنده کړه:« موږ ټول پوهيږو چي د ترياکو د سوداګرۍ عايد او د هيروينو قاچاق په خاصه توګه په جنوب کي افراطيون تمويلوي. په ايران کي د هيروينو د اعتياد په پام کي نيوني سره، زموږ په نظر هغه څه دي چي د( د دواړو هيوادنو تر منځ» د همکارۍ له پاره يوه موقع برابروي.»

د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت مرستيال مشاور زياته کړه چي جمهور رييس بارک اوباما به په راتلونکې اونۍ کي له اروپايي مشرانو سره په ليدنو کتنو کي د ايران په هکله هم خبري وکړي.ميک دوناف وويل:« موږ به په اروپا کي له خپلو متحدينوسره نه یوازي په افغانستان کي د ايران د همکارۍ پر سر خبري وکړو، بلکي د جمهور رييس اوباما په نظر چي ايران هم حق لري د نړيوالي ټولني يو غړی اوسي،هم ټينګار وکړو. خو له حق سره مسووليتونه هم جوخت دي، خصوصاً هغه چي د دغه هيواد په اټومي پروګرام پوري اړه نيسي.».

په دنهاګ کي د افغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس کي به د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او د ايران استازی به د يوه مېز تر شا سره ناست وي. خو تر اوسه پوري روښانه نه ده چي د ايراني پلاوي رياست به د چا په غاړه وي او نه هم د ايراني پلاوي او کلينټن تر منځ په دې غوڼده کي د مخامخ خبرو له پاره کوم پلان سوی دی.

RTRE / عبدالباري حکيم

کتونکی: زيارمل