1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د عراق او افغانستان په پټو زندانانو کي د بنديانو نومونه بربنډ کړي

۱۳۸۸ شهریور ۱, یکشنبه

د نيويارک تايمز د ورځپاڼي د شنبي د ورځي د يو رپوټ له مخي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت تصميم نيولي چي عراق او افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو په زندانونو کي...

https://p.dw.com/p/JGwG
د جنوري په مياشت کي اوباما د CIA د پټو زندانونو د تړلو امر ورکړ او اعلان يي وکړ چي د راتلونکي ميلادي کال تر پيل پوري به د ګوانتانامو زندان هم وتړل شي
د جنوري په مياشت کي اوباما د CIA د پټو زندانونو د تړلو امر ورکړ او اعلان يي وکړ چي د راتلونکي ميلادي کال تر پيل پوري به د ګوانتانامو زندان هم وتړل شيانځور: picture alliance/dpa

د زور پالني او تروريستي فعاليتونو د نيول شوو بنديانو د هويتو نو په هکله د سره صليب نړيوالي کميتي ته معلومات ورکړي.

د سره صليب کميتي چي په دي برخه کي د امريکا د پاليسي د بدلون غوښتنه کړي ده، په دي هکله له تبصري څخه ډه ډه وکړه.

دغه اقدام د متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما له هغه هوډ څخه نمايندګي کوي چي غواړي له متحده ايالاتو څخه بهر په امريکايي زندانونو کي د مشکوکو ترهګرو د نيولو او له هغو څخه د سختو تحقيقاتو په اړه د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارو د پټو کړو وړو پرده پورته کړي.

د جنوري په مياشت کي اوباما د CIA د پټو زندانونو د تړلو امر ورکړ او اعلان يي وکړ چي د راتلونکي ميلادي کال تر پيل پوري به د ګوانتانامو زندان هم وتړل شي ، چيرته چي له کلونو را په دي خوا يو شمير مشکوک ترهګر پرته له کومي دعوا نيول شوي ساتل شويدي.

دغه زندانونه چي په دي نوي امر کي تري نوم اخيستل شوي دي د عراق په بغداد او د افغانستان په بګرام کي د متحده ايالاتو د خاصو اپراتيفي ځواکونو له خوا پر مخ بول کيږي. د نيويارک تايمز ورځپاڼي وويل، د عراق په زندان کي په يوه وخت کي د 30 تر 40 پوري کسان ساتل شوي دي. د افغانستان د بګرام د زندان شمير معلوم نه دي.

د سره صليب نړيواله کميته، پرته له دغو دوو څخه، د متحده ايالاتو له ټولو پوځي زندانو سره اړيکي لري.

دغه بدلون په داسي وخت رامنځ ته کيږي چي د متحده ايالاتو حکومت تياري نيسي ترڅو د هغو سختو استنطاقونو د تکتيکونو په هکله چي د CIA له خوا د مشکوکو کسانو پر ضد تري کار اخيستل شوی دی، يو رپوت بربڼد کړي. د پوښتنو او ګرويځنو دغو تکتيکونو له متحده ايالاتو څخه بهر يو لړ سختي نيوکي راوپارولي او د پخواني جمهور رييس جارج دبليو بوش اداره يي له شخړه ايزو څرګندونو سره مخامخ کړه.

د نوموړي رپوټ ځینی بربڼدوني چي ښایی د دوشنبی تر ورځي پوري خپري شي د دغو پوښتنواو ګرويځنو تفصيلات څرګندوي.

د نيوز ويک مجلي د جمعي په ورځ خبر ورکړ چي د بيلګي په توګه په يوه قضيه کي د يمن په بندر عدن کي په 2000 کال کي په امريکايي بيړي، USS Cole باندي د حملي په تور يو نيول شوي مشکوک سړي ته د تحقيقاتو په وخت کي د نه همکاري له امله له توپک سره د وژلو ګواښ شوي او برقي شکنجه ورکړ شوي ده.

په بله قضيه کي مثلا، د بنديانو کوټو ته نژدي د اعدامولو پيښي صحنه سازی شوي دي، تر څو بنديان وويرل شي.

د امريکا د سنا د مجلس يو کميته اوس د CIA د زندانوني او تحقيقاتو د پروګرامونو په هکله يوه پلټنه په لاره اچولي ده.

د تيري اونی يوبل بدلون چي ښايي د اوباما اداری ته ننګونه پيدا کړي، دا ده چي په ګونتانامو کي له لوړپوړو بنديانو څخه دي د نورو بنديانو په دوسيو کي پوښتني وشي. د اوباما حکومت تر اوسه پوري د دي مخه نيسي چي په يوه محکمه کي دي له دغو لوړ پوړو بنديانو خخه پوښتني وشي.

د واشنګتن د يوي محکمي قاضي ريکاردو اوربينا تيره اوني فيصله وکړه چي د ګوانتانامو په زندان کي د يوه پاکستاني بندي «عبدالرحيم غلام رباني» مدافع وکيلان کولاي شي چي د 2001 کال د سپتمبر د يولسمي د حملو طراح، خالد شيخ محمد چي هغه هم په ګوانتانامو کي دي، بوښتنه وکړي.

زنداني عبدالرحيم غلام رباني د خپل زندانيتوب پر ضد دعوا کړي ده.

د امريکا حکومت له کلونو را په دي خوا له محکمو سره د ګوانتانامو د لوړ پوړو زندانيانو څخه د پوښتنو په هکله له ستر لانجي سره مخامخ دي. له دي ويري چي ښايی د تحقيقاتو په وخت کي د هغو له خوا ځيني اسرار افشا شي.