1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د OSZE دفعاليتونو لمن ختيځ ته هم وغزوي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۰, جمعه

خصوصاً دمرکزي آسيا پر خوا، ځکه دغه سيمه دافغانستان او ايران غوندي بحران ځپلو هيوادونوسره ګډ سرحدلري

https://p.dw.com/p/NAtX
داروپا دامنيت او ګډکارپه سازمان OSZE کي دامریکا نوی سفير Jan Kelley
داروپا دامنيت او ګډکارپه سازمان OSZE کي دامريکا نوی سفير Jan Kelleyانځور: AP

دامريکې متحده ايالتونه غواړي چي په اوروپا کي دامنيت اود ګډ کاردسازمان OSZE فعاليتونه نه يواځي پراختيا پيدا کړي ، بلکي ددغه سازمان دفعاليتونو لمن زياتره ختيځ ته وغزيږي . دغه خبره په برلين کي داروپا دامنيت او ګډکار په سازمان کي دامريکې دمتحده ايالتونو نوي سفير Jan Kelley دخبريالانو په وړاندي په برلين کي کوي او وايي چي که د OSZE دفعاليتونو لمن ختيځي خواته ، په تيره بيا دمرکزي آسيا په لور وغزول شي ، ښه به وي . ځکه دغه سيمه دافغانستان او ايران په شان بحران ځپلو او لانجه ځپلو هيوادونوسره ګډي پولي لري . په روان وخت کي داوروپا د امنيت اودګډ کاردسازمان مشري قزاغستان په غاړه لري او کوم فعاليتونه چي دنوي مشر تابه له خوا پيل شوي ،داهميت وړدي . امريکايان به له هغه څخه ملا تړ وکړي او داهم ښه خبره ده چي په همدې روان ميلادي کال کي داوروپا دامنيت او ګډکاريوه سر مشريزه غونډه په آستانه کي جوړيږي .

OSZE-Büro in Minsk, Weißrussland
انځور: Bymedia

Kelly مخکي له دې چي د OSZE دسفير په توګه مقرر شي ، دامريکي دمتحده ايالتونو د بهرنيو چارو په وزارت کي ددغه هيواد دبهرنيو چارو دوزيري هلري کلينتون سلاکار ؤ . دی چي دامريکې دمتحده ايالتونو يو پياوړی ديپلو مات دی ، وايي داستانې د سرمشريزي غونډي دپاره بايد مونږ يوه نوې آجندا ولرو او بايد پر هغه مسايلو خبري وکړو چي خبري پرې ضروري وي . خو کېلي ديوې پوښتني په ځواب کي دروسيې دغه وړانديز رد کړی ، چي وايي دنوو شرايطو پر بنسټ داوروپا دامنيت په هکله پر يوه نوې طرحه باندي کار وشي اوبيا ديوه تړون ليک په چوکاټ کي ددغي نوي امنيتي طرحي دمنلو دپاره ټول مکلف وي . دی وايي چي داسي يوې نوي طرحي ته اړتيا نشته ، خو کيدای شي دروسيې دغه وړانديز چي وايي دبحران ځپلو سيمو دپاره دي ديوه مخکني خطر د ز‌يګنال پر ميکانيزم باندي خبري وشي ، په راتلونکي آجندا کي ونيول شي .

داوروپا دامنيت او ګډ کار سازمان چي د 1975 ميلادي کال دآګست په مياشت کي يې تاداو دهلسنګي په موافقه ليکونو سره ايښول شوی دی ، په روان وخت کي 56 هيوادونه ددغه سازمان غړيتوب لري .

ټول اوروپايي هيوادونه ، دپخواني شوروي اتحادڅخه جلاشوي هيوادونه دامريکې متحده ايالتونه او کانادا د OSZE غړي هيوادونه دي .

رویټر/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري