1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي شمال ته هم 5000عسکر وليږي

۱۳۸۸ بهمن ۱۶, جمعه

د کندز پر سړکانو باندي له ورايه څخه د ماشيندارو د ډزو ږغونه راځي . د ولايت د مرکز اوسيدونکو ته دا کوم نامعلوم او غير عادي حالت نه دی . په شااو خوا سيمو او کلو کې د طالبانو سره جنګونه کوم نوي څه نه دي

https://p.dw.com/p/LtLx
د آلماني عسکرو پر څنګ به اوس امريکايی عسکر هم شمال ته ولاړ سو
د آلماني عسکرو پر څنګ به اوس امريکايی عسکر هم شمال ته ولاړ سوانځور: AP

په کابل کې د افغانستان د پاره د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو ISAF وياند گريگوري سميت څرگندوي :

(موږ ته داسي خبرونه راځي، چې گويا طالبان له کندز څخه د خپلو فعاليتونو د مرکزي هډې په توگه کار اخلي . دا د ياغيانو څرگند هدف دی، چې هلته ډير فعاليت وکوي . موږ ډېر طالبان وينو او هم ورځ په ورځ د زورزياتيو ډېرښت . د ژمي په مياشتو کې موږ پر هغوی باندي ډېر فشار اچوو. کله چې واوره ويلي شي، نو بيا به وينو چې دطالبانو څخه څه پاته دي .)

د افغانستان شمال د آلماني ځواکونو تر قومانده لاندي دی - البته د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو د وېش له مخي، چې افغانستان يې پر څلورو سيمو تقسيم کړی دی . د جرمني له 4300 تنو عسکرو څخه گڼ شمېر د هېواد په شمال کې ځای پرځای شويدي . خو اوس به ورته گڼ شمېر امريکايان هم ورځي :

دلته سميت څرگندوي : (د هوايي ځواکونو يوه قطعه هم دلته سته، چې د شمال له پوځي عملياتو سره مرسته کوي . همدا شان به شمال ته د تعليم او تربيې جزوتامونه هم راځي، کوم به چې دافغاني امنيتي ځواکونو سره يو ځای کيږي او ساتي به يې.)

د جنوبي آسيا د پاره د آلمانۍ راديو ARD څانګي ته، په مزار شريف کې د سيمه ايزه قوماندانۍ وياند د دې پخلی کړی، چې څه نا څه څلور تر پنځو زرو امريکايي عسکر به شمال ته ورځي . لومړۍ ټولۍ به د اپريل په مياشت کې ورلېږل کيږي . ددوی څخه 2500 تنه به د افغاني څارندويانو روزونکي وي . دوی 30 دانې هليکوپتر هم ورسره وروړي . د کندز په نظامي کمپ کې د آلماني قوماندان کای رورشنيدر Kai Rohrschneider په نظر:

(اصلاً زه د امريکايانو هرکلی کوم . زما د معلوماتو پر اساس امريکايان غواړي دلته د پوليسو په روزنه کې ډيره برخه واخلي، کوم څه چې دلته نيمگړي دي، نو دا ښه کار دی . دوی نور امکانات هم ورسره راوړي، چې موږ يې نه لرو، خصوصاً هليکوپتر ، دا ښه کار دی .)

دا اوس کوم نوی کار نه دی، چې امريکه د افغانستان په شمال کې هم فعاليت کوي . د نومبر په مياشت کې کندز ته نږدې په يوه حمله کې، په کومه کې چې تر 100 زيات طالبان ووژل شول، امريکايانو هم برخه درلوده . دا چې په شمال کې د امريکې ځانگړي ځواکونه قومانداني په لاس کې لري ،هم کومه نوې خبره نه ده . د کندز والي محمد عمر له دې عمل څخه ډېر ښه هرکلی کوي . د ده له نظره آلمانيان بيله هغه هم نه غواړي دطالبانو سره وجنگيږي او يا يې مړه کړي .)

عمر وايي،( د جرمني حکومت بايد وگوري، چې دلته حالات څه ډول دي . موږ دلته ډېر زيات شمېر ترهگران لرو. او د هغوی د منځه وړلو په منظور اغېزمنو تدبيرونو ته اړتيا لرو.)

د کندز والي په ډاگه سره څرگندوي، چې نظر و آلمانيانو ته پر امريکاي عکسرو باندي ډير باور لري .

کای کستنر په پای کې ليوال ښکاري او وايي، دا به په زړه پوري وي، چې ووينو په راتلونکي کې څوک د شمال قومانده پر غاړه اخلي . هغه وخت چې هلته د آلمانيانو غوندي ډير شمېر امريکايي عسکر تعبيه کړل شي .

کوستنر/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري