1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ـ په مال کي وسله وال بريد درې انسانان ووژل

ا.و.ا.۱۳۹۵ مهر ۳, شنبه

روغ لېونی، غل او که ترهګر؟ د بريدګر په تړاو تر اوسه معلومات نسته. يو کس د ګڼي ګوڼې په يو مال يا لوی سرپټي بازار کي وسله وايسته او پر خلکو يې ډزې وکړې.

https://p.dw.com/p/1K7YA
USA Schießerei in Burlington
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Lund

د امريکا د متحده ايالاتو د واشنګټن ايالت په برلينګټن ښار کي د خريدارۍ په يو مرکز يا مال کي لږ تر لږه درې انسانان په ډزو وژل سوي دي. د دې څخه ترمخه حتی د څلورو انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سوي ول. اوس ويل کيږي چي درې کسان وژل سوي او يو ډېر سخت ژوبل سوی او روغتيايي وضعه يې ډېره خرابه ده.

پوليسو ويلي چي بريد کوونکي وسله وال کس د پوليسو د رارسېدو څخه تر مخه د خريدارۍ دغه مرکز خوشي کړی او په تېښته کي بريالی سوی دی. پوليسو ويلي چي د دغه بازار تلاښي يې د بريدګر د موندلو په موخه کړې ده.

په عيني کال کي د ټويټر پر پاڼه د شکمن بريدګر انځور خپور کړل سوی دی. دغه انځور د يوې ويډيويي کېمرې په مرسته اخيستل سوی.

د «کيرو ۷» په نوم د ځايي تلويزيون راپور ورکړی چي د بريد پر وخت د کاسکاد مال په نوم په دغه بازار کي ډېره ګڼه ګوڼه وه. د بريد وروسته د دغه بازار خلک د سرويس موټرونو په مرسته انتقال کړل سوي دي.

ويل سوي چي پوليس او ژغورونکې عمله په لويو عملياتو بوخت دي. خو دا چي بريدګر دغه بريد ولي کړی او لاملونه يې څه ول، تر اوسه لا نه ده معلومه.

د عيني شاهدانو په وينا بريدګر د ۲۰ او ۲۵ کالو تر منځ عمر درلود. د واشنګټن ايالت برلینګټون ښار تقريبا ۹۰۰۰ اوسېدونکي لري او له لوی ښار سيېټل څخه په تقريبا ۱۰۰ کلومترۍ کي واقع او له کاناډايي پولې څخه لږ فاصله لري.