1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له افغانستانه تر نيمايي زيات سرتيري باسي

مسعود جهش (رويترز)۱۳۹۱ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۴ کال تر لومړیو پوري به له افغانستان څخه ۳۴۰۰۰ امریکايي سرتیري راوباسي. دا په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي سرتیرو نزدې نیمایي برخه ده.

https://p.dw.com/p/17dE1
U.S. President Barack Obama (C), flanked by Vice President Joe Biden (L) and House Speaker John Boehner (D-OH), delivers his State of the Union speech on Capitol Hill in Washington, February 12, 2013. REUTERS/Charles Dharapak/Pool / Eingestellt von wa
Biden / Obama / Boehner *** nicht für Karussell / kein Alternativbild ***انځور: Reuters

اوباما له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د راایستلو خبره د «هیواد د وضعیت په اړه په خپلې کلنۍ وینا» کې وکړه. دغې وینا ته په انګلیسي ژبه State of the Union adress ویل کیږي چې په ترڅ کې یې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیسان د خپل هیواد د سنا مجلس ته د راتلونکي کال له پاره خپل پلانونه اعلانوي.

اوباما ټینګار وکړ چې په افغانستان کي میشت امریکايي سرتیري به خپل ډیر پام د افغان امنیتي ځواکونو روزنې نه واړوي. هغه وویل: «له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راایستلو بهیر به دوام ومومي او د راتلونکې کال تر پای ته رسیدو مخکې به په افغانستان کې زموږ جګړه پای ته رسیدلې وي.»

اوباما په خپله وینا کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رایستلو د پلان د جزئیاتو په اړه خبري و نه کړې. سپینه ماڼۍ ښايي په دې اړه یوڅه وخت وروسته نور جزئیات اعلان کړي.

افغانستان کي مېشت امريکايي ځواکونه
افغانستان کي مېشت امريکايي ځواکونهانځور: Reuters

تراوسه لا دا خبره روښانه نه ده چې امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په څه تعداد سرتیري وساتي.

یوه بله ډیره مهمه موضوع چې اوباما او په ناټو کې نور ملګري هیوادونه یې باید په اړه پریکړه وکړي دا ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره افغان امنیتي ځواکونه تمویل کړي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې لا تر اوسه پورې په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې. اوباما په خپلو خبرو کې یوازې ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو راتلونکی ماموریت به د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او د القاعدې له منځه وړل وي:

«تر ۲۰۱۴ کال وروسته، د یوه خپلواک او متحده افغانستان له پاره به د امریکا متحده ایالاتو ژمنه دوام پیدا کړي، خو زموږ د ژمنې څرنګوالی به بدلون ومومي.»

تر دې مخکې ولسمشر اوباما په واشنګټن کې له خپل افغان سیال حامد کرزي سره لیدلي ول. دواړو مشرانو پر دې خبره باندي موافقه کړې وه چې تر دې وروسته به افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه واخلي. دا چې افغان ځواکونه به د عملیاتو مشري څرنګه پر مخ بوځي ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي. خو امریکايي ځواکونه وایي چې افغانان د دې وړتیا لري چې دغه مسئوليت ته اوږه ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، د اوباما د دغې پریکړې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې هغه په افغانستان کې د امریکایي پوځي قوماندانو له سپارښتنې سره سرخوري.

په همدې حال کې یوه بل امریکايي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې په افغانستان کې میشت امریکايي قوماندان د دې صلاحیت لري چې د اوباما پلان د شرایطو په پام کې نیولو سره عملي کړي. دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې ده چې امریکايي قوماندانان کولای شي د دغو ۳۴۰۰۰ پوځیانو له ډلې څخه یو شمیر یې د راتلونکې کال تر لومړیو میاشتو پورې په افغانستان کې وساتي.