1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: له ايرانه پر سوريې د روسيې د بمباریو خبر وو

آژانسونه/خ.ح۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران او روسيې ترمنځ ګډ نوی اقدام «بې ګټې» وباله، خو ټینګار يې کړی چې «د دې کار تمه کیدله.»

https://p.dw.com/p/1JjiA
Syrien Luftangriff auf Aleppo Russische Bomber Tupolew Tu-22M3
انځور: picture-alliance/AP/Russian Defence Ministry

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله چې دا کار په سوریه کښې د جګړې ختمول نور هم له ستونزو سره مخامخ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز څرګنده کړې ده چې د ایران له نظامي اډې څخه پر سوریه باندي د روسیې د بم اچونکو جټ الوتکو د پرواز له پریکړي خبر ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر، د روسیې او ایران دغه نوې کړنه ناهیلې کوونکې وبلله او ويلي يې دي چې د همداسې کار تمه کیدله.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سه شنبې په ورځ وویل، سوريې ته د ایران په دې ډول مداخلې سره د سوریې پیچلی او له کړکیچ ډک حالت نور هم له ستونزو سره مخامخ کوي. هغه همدا راز روښانه کړې ده چې د سوريې په خاوره کښې جګړه له دې ډول کړنو سره لا ډیره له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د سه شنبې په ورځ د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې د لومړي ځل له پاره يې په سوریه کښې د یاغیانو پر ضد جګړې په هدف روسۍ بم اچوونکو جټ الوتکو په ایران کښې له همدان نظامي اډې پروازونه وکړل.

د امریکايي چارواکو په حواله، روسيې د ایران له همدان هوایې اډې څخه د جټ الوتکو د پروازونو د پریکړي په اړه امریکا ته خبر ورکړی وو.

په بغداد کښې د امریکايي ځواکونو ویاند مخکې له دې هم ویلي ول چې د سوريې په جګړه کښې د امریکا په مشرتوب ایتلاف او روسیې د جنګې الوتکو د ټکر د مخنیوي له پاره، روسیه تر هر پوځي عملیات مخکې امریکايي ځواکونو ته معلومات ورکوي.

د سوریې په کړکیچ کښې ایران او روسيه په یوه جبهه کښې د بشار الاسد دولت پوځي او مالي ملاتړ کوي. د بشار الاسد د مخالفینو پر ضد د روسیې هوايې بریدونه تر ډېره د دې هیواد په شمال لویدیځه سیمه کښې ترسره کیږي.

سوریې ته د روسیې زیاتره جنګې جټ الوتکېTu-22M3 ډوله دي. دغه جنګې الوتکې سوریې ته د پرواز له پاره باید ۲۱۵۰ کیلومتره مزل وکړي، مګر د ایران د همدان پوځي اډې څخه په ګټه اخیستنې سره دغه واټن ۹۰۰ کیلومترو ته راټیټ شوی دی.