1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له ترور سره خپله مبارزه رسما پاکستان ته ورغځولي ده

۱۳۸۷ شهریور ۲۲, جمعه

دا پريکړه په افغانستان کي له ډير ښه غبر ګون سره مخامخ سوي او هرکلی يي سوی دی.

https://p.dw.com/p/FH3w
د پاکستان حکومت له څوکالو راهيسي له تروریزم سره په مبارزه کي د امريکا اصلي ملګري و
د پاکستان حکومت له څوکالو راهيسي له تروریزم سره په مبارزه کي د امريکا اصلي ملګري وانځور: AP

جمهورريس حامد کرزي د دې پريکړي چي د افغانستان د پولو په دواړو خواوو کي د القاعدي له تروريستي سازمان سره مبارزه کيږي، ډير ښه هرکلی کړی دی.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د خبر سره سم، د امريکا د متحده ايالاتو جمهورريس جورج بوش، پخوا، يعني د جون په مياشت کي بيله دي چي د پاکستا ن حکومت خبر سي، د هغه هيواد په شمال لويديځ کي يې د امريکايي ځانګړو ځواکونو په واسطه د پوځي عملياتو د ترسره کولو پټه اجازه ورکړي وه.

کرزي د خبريالانو په مخکي وويل: چي د ده حکومت دا درې نيم کاله دمخه ددې تقاضا کول، چي پر طالبانو بايد هلته بريد وسي چيري چي دوی ځانونه پټ کړي دي، اوهماغلته له منځه يوړل سي.

کرزي په نيويارک او واشنګټن کي د 2001 کال د سپتمبر د 11 نيټې د ګوزارونو په کليزه کي، د امريکا له حکومت څخه د طالبانو په شړلو کي د مرستي له کولو څخه مننه وکړه.

کرزي: دا دري نيم کاله د دي تقاضا کوو، چي په طالبانو بايد هلته بريد وشی، چي دوي ځانونه پټ کړي.
کرزي: دا دري نيم کاله د دي تقاضا کوو، چي په طالبانو بايد هلته بريد وشی، چي دوي ځانونه پټ کړي.انځور: AP

له هغه څخه پخوا دامريکا د متحده ايالتونو د پوځي قواوو لوي درستيز ( مايکل مولن) د اوسنۍ ستراتيژۍ د بريالي کيدو په برخه کي شک ځرګند کړي و. او په واشنګټن کي يي د کانګرس د غونډي په مخ کي ويلي وه چي:«زه متيقن نه يم، چي موږ به لدي ستراتيژۍ سره د افغانستان جګړه وګټو»، « خوپدي باندي يقين لرم چي د دي کار توان لرو».

د همدي لپاره يي پوځ ته هدايت ورکړي، تر څو په افغانستان کي د عملي کولو لپاره يوه «نوي پوځي ستراتيژي» جوړه کړي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د قبايلو پر سيمه باندي هم عملي شي.

د افغانستان په ګاونډي هيواد پاکستان کي د افغانی پاڅون کونکو د پټن ځايونو احتمال ليدل کيږي. دوی پر بهرنيو پوځونو باندي خپل بريدونه په دي تيرو مياستو کي ښکاره ډير کړي دي. د پاکستان د حکومت د وينا له مخه، امريکايي ځمګنيو قواوو د سپتمبر د مياشتي پر 3 نيټه پداسي حال کي چي د يوځي چورلکو لخوا يي ملاتړ کيدی، د پاکستان په شمال ختيڅ کي پر يو کلي باندي د بريد په ترڅ، 15 کسه ملکي وګړي وژلي وو.

د پاکستان د دفاع وزير اشفق کايان څرګنده کړې ده چي:« د ده عسکر به په راتلونکي کي په هره بيه چی وي، د دغه هيواد د ملي حاکميت اود خاوري د بشپړتيا څخه دفاع وکړي.» اود پاکستان پر خاوره باندي به د بهرنيو عسکرو د ننوتلو مخه ونيسي.

د پاکستان حکومت له څوکالو راهيسي له تروریزم سره په مبارزه کي د امريکا د متحده ايالاتو اصلي ملګری دی. د 2001 کال د سپتمبر د 11 نېټي راهيسي، دا لومړی ځل چي پر امريکا باندي يې اعتراض کړی دی.

د اسلامي نړۍ د يوازني اټومي قدرت لرونکي هيواد پاکستان او د امريکا د متحده ايالتونو ترمنځ په لومړي ځل اړيکي يو څه خړي پړي سوي دي.