1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او روسيه د سوريې په اړه پوځي خبري اتري کوي

۱۳۹۴ شهریور ۲۸, شنبه

په داسي حال کې چې لومړۍ روسۍ جنګي الوتکي سوريې ته پر رسېدو دي، د امريکا دفاع وزارت هڅه کوي چې د جګړې په سيمه کې د هلو ځلو په اړه همغږي رامنځ ته کړي. د زور اخيستنې مخه دې هرومرو ونيول شي.

https://p.dw.com/p/1GZ1Y
USA Verteidigungsminister Ash Carter
انځور: Reuters/Y. Gripas

په پوځي برخه کې تر اوږدې چوپتيا وروسته، د امريکا متحدو ايالاتو او روسيې يووار بيا په لوړه کچه اړيکي نيولي دي. پېنټاګون ويلي دي چې د دفاع وزير، اشتون کارتر، له خپل روسي سيال، سېرګي شويګو سره تليفوني خبرې کړې دي.

د خبرو تر ټولو مهمه موضوع د سوريې حالت و، چې روسانو خپل پوځي حضور پراخ کړی دی او اوس د ځمکنيو ځواکونو پر استولو هم غور کوي. په دې ترڅ کې «نيو يارک ټايمز» او «وال ستريت جورنال» ورځپاڼو راپور ورکړی دی چې کريملين څلور «سوکهوي اس يو ۲۷ ډوله» جنګي الوتکې د سوريې ساحلي ښار، لا‌ذقيه، ته لېږلې دي.

دواړه ورځپاڼې دغه خبره د امريکا د حکومت او پېنټاګون د ليو چارواکو په حواله کوي. د دغو څرګندونو له مخي روسيې په تېرو څو اوونيو کې په دغه هوايي اډه کې خپل حضور ډېر پراخ کړی دی، لکه د بېلګې په ډول د باروړونکو او جنګي چورلکو له لارې.

تر شلو زيات کوندور ډوله باروړونکو الوتکو وسلې او نور تجهيرات سوريې ته وړي دي. روسيه ښايي د اسد د حکومت ملاتړ د ځمکنيو ځواکونو په واسطه هم وکړي. له دې لارې مسکو د سوريې د جګړې په پرمختګ کې ونډه اخلي. لويديځ هېوادونه دغه سياست ته لاجوابه ګوري.

د اوکراين کړکېچ له امله اړيکې سړې دي

د دفاع د دواړو وزيرانو تر منځ خبري اتري مسکو هم تائيد کړې دي. دغه خبري اتري د پينټاګون د څرګندونو له مخې «رغوونکې» وې. دا لومړی ځل و، چې کارتر د خپلې دندې له پيل راهيسې، له شويګو سره مسقيم تماس نيولی دی.

د امريکا متحدو ايالاتو، د ۲۰۱۴ م کال په مارچ مياشت کې د اوکراين کړکېچ پر سر له مسکو سره پوځي خبري اتري پرې ايښې وې. د پنجشنبې په ورځ بيا واشنګټن د سوريې کړکېچ له امله پوځي خبرو اترو ته چمتووالی وښود. مسکو د امريکې د بهرنيو چارو د وزير، جان کېري، په خبره د دغه راز دوو اړخيزو پوځي خبرو اترو وړانديز کړی و.

د «اسلامي دولت» پر وړاندې ګډه جبهه جوړيږي؟

د تليفوني خبرو اصلي موضوعګانې د پېنټاګون د څرګندونو له مخې د «اسلامي دولت» يا داعش افراطي ډلې پر وړاندې مبارزه او داسې ترتيبات ول، چې له مخې يې د روسيې او امريکا تر منځ د ممکنه پېښې مخه نيول کېدای شي. د امريکا متحد ايالات له خپلو نړيوالو ملګرو سره پر داعش باندي په سوريه او عراق کې هوايي بريدونه تر سره کوي.

هغوی سربېره پر دې د سوريې د ولسمشر، بشار الاسد پر استعفا تاکيد کوي چې د مسکو له خوا ورسره پوځي مرستې کيږي.

د جمعې په ورځ د روسيې مشرتابه دې ته هم چمتووالی ښکاره کړی و چې ځمکني ځواکونه سوريې ته ولېږي، که د اسد رژيم يې غوښتنه وکړي. د کريملين وياند، ديميتري پېسکوف، د ريا نووستي خبري اژانس ته وويل «که د دې هيله وشي، نو بحث به پرې وشي او څېړنه به يې زموږ د دوو اړخيزو اړيکو په چوکاټ کې وشي.» خو هغهْ زياته کړه چې تر څو دغسې يوه غوښتنه مطرح شوې نه وي، نو به اړه يې بحث کول هم يوازې «نظري بڼه» لري.

مسکو د شخړې غاړه يا د حل موندلو يوه برخه ده؟

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د مسکو رول ته د شک په سترګه ګوري. د بهرنيو چارو د وزارت ويانده، سوسان چېبلي وويل: «موږ اندېښنه لرو چې د روسيې يو اړخيزه او ناهمغږه پوځي تګلاره دا مهال په سوريه کې د يو سياسي بهير پيل ته ستونزې راولاړوي.» هغې زياته کړه چې پرته له روسيې څخه د سوريې له کړکېچه د وتلو لاره هم تقريبا نه شي موندل کېدلای. مسکو «يو له اصلي لوبغاړو څخه دی، کله چې د سوريې د کورنۍ جګړې د حلولو خبره مطرح شي.»

د سوريې کړکېچ په هکله د خبرو او مشورو له پاره د امريکا د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېري، د يکشنبې په ورځ برلين ته راځي، چيري چې به دی د آلمان د بهرنيو چارو له وزير، فرانک والتر شتاينماير، سره هم وويني.