1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا يمن ته لېږدېدونکي ايرانۍ وسلې راگرځولي»

۱۳۹۴ اسفند ۱۰, دوشنبه

د عربستان رسمي خبري آژنس د امريکا د بهرنیو چارو وزير په حواله ليکلي دي چي دوی يمن ته په ايرانۍ وسلو بار يوه کښتۍ په عدن خليج کي راگرځولې ده. د امريکا رسمي سرچينو تر اوسه پوري دې خبر ته غبرگون ښوولی نه دئ.

https://p.dw.com/p/1I3xb
انځور: Reuters/Media Office Of Saudi-led Coalition In Yemen

د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس (SPA) د امریکا د بهرنیو چارو وزير جان کېړي، په حواله ويلي دي چي امريکا يمن ته لېږېدونکي ايرانۍ وسلې راگرځولي دي.

د دغه راپور پر اساس، جان کېړي کانگرس ته ويلي دي: «موږ يوه کښتۍ راگرځولې ده چي له ايران څخه ئې يمن ته وسلې انتقالولې. دا ښيي چي ايران اوس هم په یمن کي د وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه پوري په رسمي توگه دغه خبر تائيد کړی نه دئ.

د عربستان رسمي خبري آژنس دغه راز لیکلي دي چي د نړيوال ائتلاف سمندري ځواکونو تيره اوونۍ د پرمختللي تخنیک ارتباطي دستگاوي، خوارکي مواد او نوري مرستي راگرځولي دي. د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف وياند احمد بن حسن عسيري، ويلي دي چي دغه مرستي په يمن کي حوثي ياغيانو ته لېږدول کېدلې.

ايران په يمن کي د حوثي ياغيانو پلوي کوي. دغه ډله له څو ورځو راهيسي تلاښ کوي چي د عدن مهم بندر چي سره سمندر ته د ننوتلو لار ده، په خپل کنترول کي راولي.

د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د يمن د جمهور رئيس عبد ربه منصور په پلوی پر حوثي ياغيانو هوايي يرغلونه کوي.