1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: يمن ته مو د ايران ۴ باره وسلې نيولي دي

۱۳۹۵ آبان ۷, جمعه

د امريکا متحدو ايالاتو يو جنرال وايي چي دوی او متحدانو ئې په تير يونيم کال کي له ايران څخه يمن ته څلور باره وسلې نيولي دي. د دوی په اند ايران پر امريکايي جنگي بېړۍ باندي په توغنديو توغولو کي هم لاس درلود.

https://p.dw.com/p/2RoYH
Jemen USS Mason Manöver
انځور: picture alliance/AP Photo/U.S. Navy

د امريکا د سمندري ځواکونو قوماندان ادميرال کوين دونگن، د پنجشنبې په ورځ ددغه هيواد د سمندري ځواکونو د قوماندې له مرکزه ويلي دي: «امريکايي او د هغوی د متحدانو کښتيو، يمن ته د ايران څلور باره وسلې نيولي دي.»

اميرالبحر دونگن، زياته کړه چي دغه څلور باره وسلې ئې د يونيم کال په موده کي کشف او ضبط کړي دي. هغه د سويل لوېديځي اسيا په پوځي اډه کي خبريالانو ته ويلي دي: «موږ پوهيږو چي دغه بارونه له ايرانه راغلي او مقصد ئې چيري وو.»

د هغه د معلوماتو له مخي په دغو وسلو کي په زرونو توپکان، د ټانک ضد توغندی، دوربين لرونکي توپکان او نوري پرمختللي وسلې شاملي دي.

د يمن په ساحلونو کي پر امريکايي جنگي کښتۍ بريد

د اميرالبحر دونگن، تر څرگندونو يوه اوونۍ مخکي د امريکا لوی درستيز جنرال جوزف وتل، ويلي ول چي ايران احتمالاً په هغه توغنديي يرغل کي لاس لري چي د هوثي ياغيانو له خوا په سره سمندر کي د امریکا پر جنگي کښتيو وسو.

اميرالبحر دونگن ويلي دي: «موږ ډاډه يو چي ايران په دغه بريد کي په يو ډول نه يو ډول لاس لاره.»

دغه يرغل د سپتمبر مياشتي په نيمايي کي په سره سمندر کي د امريکا پر «يو اس اس ميسون» او دوو نورو جنگي کښتيو باندي وسو، خو تاوان ئې نه لاره. امريکا متحدو ايالاتو بيا ددغه بريد په غبرگون کي د هوثي ياغيانو د رادار درې مرکزونه بمبار کړل.

د يمن کورنۍ جگړه چي له ۲۰۱۴م کال راهيسي پيل سوې ده، تر اوسه پوري نژدې ۷۰۰۰ انسانان پکښې وژل سوي او ۳۵ زره ټپيان سوي دي. ملگري ملتونه وايي چي نژدې درې ميليونه نور بيا مهاجر سوي دي.

نور مطالب: