1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر روسيې د بې وسلو کولو تړون د ماتولو تور لگولی

۱۳۹۵ بهمن ۲۷, چهارشنبه

يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چي مسکو په پټه د SSC-8 په نوم کروز توغندی ځای پر ځای کړی او په دې کار سر یې د امریکا او روسیې ترمنځ د ۱۹۸۷م کال د INF په نوم تړون ترپښو لاندي کړی دی.

https://p.dw.com/p/2Xa20
Moskau Roter Platz Siegesparade mit Raketen S-300
انځور: picture-alliance/Itar-Tass/G. Sysoyev

دغه خبر په داسي وخت خپریږي چې د ترمپ اداره اوس د ملي امنیت سلاکار نه لري. په ورته وخت کې یو لوړپوړي امریکايي چارواکي د سه شنبې په ورځ وويل چې د واشنګټن له لوري د پخوانیو شکایتونو ترڅنګ، روسیې کروز توغندي ځای پر ځای کړي دي او په دې کار سره یې هغه تړون ترپښو لاندي کړی دی چې له امله یې سړه جګړه پای ته ورسیده.

که څه هم د توغندی د ځای پر ځای کولو دقیق تاریخ نه دی څرګند، خو د مسکو له لوري په پټه توګه د SSC-8 په نوم توغندي د پرمختګ خبر په ۲۰۱۴م کال کې د اوباما ادارې په دوران کې را برسیره شوی وو.

یو جګپوړي امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې بربنډ شي، رویترز خبري آژانس ته وویل: «موږ پوهیږو چې دا یوه زړه مسله ده. روسانو د INF تړون د اوباما له ادارې راهیسې ترپښو لاندې کړی او دغه راز شیان [توغندي] جوړوي او ازمويي. هغه همدا راز وویل: «اوس مسله دا ده چې دغه شیان [توغندي] ځای پر ځای شوي دي او دغه کار د INF له تړون څخه ستره سرغړونه ده.»

د دوشنبې په ورځ د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار، مایکل فلین د اجباري استعفا د خبر له خپریدو سره، اوس دغه کار د امریکا او روسیې ترمنځ دوې اړخیزي اړیکې ډېري پېچلي کړي دي. پر دغه تقاعد شوي جنرال تور دی چې هغه مهال چې باراک اوباما لا هم د امریکا ولسمشر وو، د امریکا اوسني مرستیال ولسمشر مایک پینس ته يې له روسي ديپلوماتانو سره د اړیکو په هکله دروغ ویلي ول.

بل لوري ته مسکو بیا د INF تړون ترپښو لاندي کول تل رد کړي دي. نیوریارک ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ چې روسیه د کروز توغندیو دوه کنډکه لري. د ازموینې یوه سیمه یې د رپوټ په حواله د دې هیواد په جنوب شرقي برخه د کاپوستین یار په سیمه کې ده. د بل کنډک سیمه لا تراوسه نه ده بربنډه شوې.

د واشنګټن، روسیې او ناټو اړیکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نیویارک ټایمز رپوټ له تائید څخه ډډه کړې، خو دومره یې څرګنده کړې ده چې دوی تیر کال د روسیې له خوا له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکي کروز توغندیو د ازمویلو، درلودو او تولید له تړون سره د سرغړونې خبر ورکړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل: «حکومت له INF تړون څخه د روسیې سرغړوني په هر اړخیز ډول له سره بیا څیړي، څو امریکا متحد ایالات او د دې هیواد متحدینو او همکارانو ته د دې سرغړونو ممکنه امنیتي ستونزي روښانه شي.»

نن د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه رابلل شوې. ويل کيږي چې په دې غونډه کې به د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر، جیم ماتیس د اجندا په مهمو موضوع ګانو کې د روسیې له خوا د ممکنه توغندي د ځای پر ځای کولو مسله هم شامله کړي.

د INF تړون په ۱۹۸۷م کال کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر رونالډ ریګن او د شوري اتحاد د جمهوررئيس میخایل ګورباچوف ترمنځ لاسلیک شو. دغه تړون د سړې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو او همدا راز اټومي تقابل د تهدید راکمولو له پاره لاسلیک شو.

د دغه تړون پر اساس اټومي او له ځمکې څخه ځمکې ته د منځني واټن ویشتونکي بالستیک او کروز توغندیو د درلودو او تولید پر مخنیوي هوکړه شوې وه.

زموږ له ارشيف څخه: