1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر کرزی نور هم فشار زيات کړ

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۵, سه‌شنبه

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پر سر جنجال کي د امریکا متحده ايالاتو کواښ کړی دی، چي که دغه تړون ژر لاس لیک نه سي په راتلونکي کال کي به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي.

https://p.dw.com/p/1AOdC
انځور: Reuters

د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت مشاوري سوزان رايس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۵) په کابل کي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کتنه کي ويلي دي چي دغه تړون بايد «ژر» لاس لیک سي. که نه نو واشنګټن مجبوره دی چي خپل ټول سرتيري وباسي. له دې ګواښ سره سره ولسمشر کرزي د تړون د لاس ليکولو له پاره نوي شرطونه وړاندي کړي دي.

د سپيني ماڼۍ د معلوماتو له مخي سوزان رايس له حامد کرزي سره په خبرو کي ويلي دي: «بې له ژر لاس ليکولو څخه د امريکا متحده ايالات بله هيڅ چاره نه لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د نوي ماموريت د پيلېدو پلان جوړ کړي. هغه وخت به بيا هيڅ بهرنۍ عسکر په افغانستان کي نه وي.» دا چي افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، چي د تړون د لاس ليکولو په برخه کي بايد صبر وسي چي نوی حکومت يې لاس ليک کړي «عملي نه ده».

د سپيني ماڼۍ په حواله کرزي د امریکا متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما د ملي امنيت سلاکاري جواب د «نوو شرطونو» په ايښوولو سره ورکړی دی او ويلي يې دي چي هغه اماده نه دی چي دغه سند ژر لاس لیک کړي.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر د معلوماتو له مخي، حامد کرزي د نورو شرطونو ترڅنګ غوښتي دي چي نور د افغانانو د اوسېدو په ځايونو کي هيڅ بهرنۍ سرتيری د عملياتو او تلاښۍ اجازه نه لري. له وسله والو طالبانو سره د سولي د خبرو اترو پروسه بايد ګړندۍ سي او آزادي ټاکني تر سره سي.

رايس درې ورځي په کابل کي ول، هغه د شنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلې وه. د يکشنبې په ورځ مشورتي لويي جرګې په خپله وروستۍ يا اختتاميه غونډه کي له واشنګټن سره د امنيتي تړون د منلو اعلان وکړ او ولسمشر کرزي ته يې مشوره ورکړه چي دغه تړون دي په يوه مياشت کي لاس ليک کړي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي چي دغه تړون د هغه راتلونکی ځای ناستی چي د ۲۰۱۴ کال په اپريل مياشت کي د انتخاباتو له لاري ټاکل کیږي لاس لیک کړي. کرزی په خپله نور اجازه نه لري چي د جمهوري رياست تر دوو دورو وروسته بيا هم ځان کانديد کړي.

د دغه امنيتي تړون په لاس لیکېدو سره واشنګټن ته د نورو ترڅنګ هغه تضمين ور کول کيږي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د دوی عسکر د دغه هيواد تر قضايي سيستم لاندي نه راځي.

د پلان له مخي به له د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي. امریکا متحده ايالات غواړي چي تر هغه وروسته هم په افغانستان کي خپل یو تعداد سرتيري پريږدي، ترڅو د افغان امنيتي ځواک په روزنه کي مرسته وکړي.

داسي بيره موجوده ده چي بې له امریکايي ځواکونو څخه به په دغه هيواد کي يو وار بيا زور زياتی پيل سي.