1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کي د «تېروتنو» معذرت غوښتل رد کړل

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۹, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د تروريزم پرضد ۱۲ کلني جګړې پر مهال د خپلو «تېروتنو» په اړه معذرت غوښتل رد کړل. تر دې دمخه افغان حکومت ويلي ول چي واشنګټن پر خپلو «تېروتنو» باندي د اعتراف کولو پريکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1ALAS
انځور: NICHOLAS KAMM/AFP/Getty Images

امريکايي چارواکو له هغه وروسته دغه خبره وکړه، چي د افغان ولسمشر وياند وويل، چي جمهور رييس بارک اوباما په پام کي لري چي جمهور رييس حامد کرزي ته داسي يو ليک وليکي چي پکښي په افغانستان کي پر خپلو «تېروتنو» باندي اعتراف وکړي.

د سپيني مانۍ امنيتي سلاکاري سوزان رايس، له امريکايي تلويزيوني شبکې «سي ان ان» سره په مرکه کي وويل: «دې ته اړتيا نسته چي د امريکا متحده ايالات دي له افغانستان څخه بخښنه وغواړي، بلکي برعکس.»

که څه هم چي افغان چارواکو ويلي دي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د امنيتي تړون پر اساسي ټکو باندي موافقې ته سره رسېدلي دي، خو د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه له احتياطه کار اخيستی او ويلي يې دي چي اوس هم ځيني داسي مسايل سته چي بايد حل سي.

د افغانستان د جمهور رييس وياند ايمل فيضي د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي اوباما د دوه اړخيز امنيتي تړون د يوې برخي په توګه افغان ولسمشر حامد کرزي ته يو لیک کاږي چي په هغه کي به «له تروريزم سره په مبارزه کي تېروتني» او هغه رنځونو باندي چي د امريکايي ځواکونو د عملياتو پرمهال افغانانو ته پېښ سوي دي اعتراف سوی وي.

خو رايس وويل چي «د دغه شان یوه ليک مسوده نه ليکل سوې او نه هم استول سوې ده. دغه موضوع مطرح نه ده.» خو امريکايي چارواکو وويل چي د دغه شان يوه لیک غوښتنه د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير جان کري سره د تليفوني خبرو په جريان کي مطرح سوې ده.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. په دغه تړون کي د جنجال يو ټکی دا دی چي امريکايي ځواکونه دي په افغانستان کي د ماموريت پر مهال د دغه هيواد له قضا څخه خوندي وي، په دې اړه په پام کي ده چي مشورتي لويه جرګه به تصميم نیسي. امريکايي چارواکو غوښتي دي چي ځواکونه دي يې د تيرو لسو کلونو په شان د افغانستان تر عدلي سيسم لاندي نه راځي.

ايمل فضي ويلي دي چي په دغه تړون کي يو ستر خنډ چي د شپې له خوا د کورونو د تلاښۍ موضوع وه حل سوې ده. هغه زياته کړې ده چي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به امريکايي ځواکونه يوازي «په بېړني حالت کي» چي د يو چا د ژوند ژغورل مطرح وي اجازه ولري چي د افغانانو کورونه تلاښي کړي.

د ولسمشر کرزي وياند ويلي دي چي کرزی او کرې په دغه تليفوني خبرو کي په تړون کي د کورونو د تلاښۍ پرموضوع باندي موافقې ته سره رسېدلي دي او په دې سره هغه ستر خنډ چي د دغه سند د لاس ليکولو په مخ کي موجود وو ليري سوی دی.