1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا افغانستان کي پر يو پمپ ۴۳ مليونه ډالره ضايع کړي دي»

اژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ آبان ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان د بيا رغونې له پاره د امريکا مسؤله نظارتي چارواکي جان سوپکو امريکايي پوځ په افغانستان کي د پيسو په ضايع کولو تورن کړی دی. نوموړي ويلي چي امریکايي پوځ تر يو مليارډ څخه زيات ډالر ضايع کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GyfQ
انځور: Getty Images/A. Wong

په افغانستان کي د بيا رغوني له پاره د ځانګړي نظارتي ادارې SIGAR رئيس جان سوپکو په افغانستان کي د امريکا له خوا د پيسو د ضياع يوه بله موضوع رابرسېره کړې ده. نوموړي د امريکا د دفاع و وزير اشټون کارټر ته يو ليک لېږلی چي په هکله يې د دوشنبې په ورځ معلومات (د ۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲مه نېټه) څرګند سول. سوپکو په دغه ليک کي په افغانستان کي د امريکايانو د ماليې د پيسو پر ضياع نيوکه کړې ده. نوموړي په دغه ليک کي د افغانستان په شمال کي د ګازو د يوه پمپ په هکله ليکلي چي ورباندي امريکايانو ۴۳ مليونه ډالره مصرف کړي دي.

نوموړي په دغه ليک کي زياته کړې چي د بنسټيزه جوړښتونو د نه شتون له کبله د ګازو دغه بې فايدې پمپ په اصل کي بايد صرف په ۵۰۰ زرو ډالرو جوړ سوی وای. د سوپکو په وينا دا چي د دغه پمپ د جوړولو مصارف ولي تر ۴۰ مليونو ډالرو اوښتي دي، تر اوسه هيڅ چا ورته توجيه کړي نه دي.

جان سوپکو ويلي دي چي د کوم پمپ پر جوړولو چي دومره زياتي پيسې لګول سوي، «د سيګار د په لاس ته راغلو معلوماتو له مخي په پاکستان کي ورباندي تر ۵۰۰ زرو ډالرو څخه زیات مصرف نه راځي.»

د سيګار رئيس ويلي دي چي که د دغه پمپ جوړونکي امریکايي مرجعې د کار پېلولو څخه تر مخه د پلان د عملي کېدو او امکاناتو په تړاو پلټني کړي وای، نو به ورته څرګنده سوې وای چي په افغانستان کي معدني ګاز او د هغه د رسولو له پاره بنسټيزه جوړښتونه نسته. سوپکو په خپل ليک کي زیاته کړې: «تر ټولو زيات کړونکې موضوع خو دا ده چي د امريکا د دفاع وزارت ادعا کوي چي د دغه پروژې د دومره قيمتي کېدو په هکله هيڅ تشريح او د دغه پروژې د پلان جوړونې، عملي کېدني او لاسته راوړنو په تړاو پوښتنو ته هيڅ جواب نه سي ويلای.»

په افغانستان کي د امریکايي ډالرو د ضياع د دغي نوي پيښي د رابرسېره کېدو وروسته يو ځل بيا روښانه سوې، چي امريکا په افغانستان کي څومره زيات بې ځايه مصارف درلودلي دي. امريکا په ۲۰۰۱ مېلادي کال پر افغانستان يرغل وکړ او د هغه راهيسي په دغه هيواد کي په لوړه اندازه پيسې مصرفوي.

د سيګار نظارتي ادارې د وياند وارن راين په وينا دغې ادارې د ۲۰۱۲م کال راهيسي ۱۳۶ راپورونه خپاره کړي دي چي پکښي تر يو مليارد (زر مليونو) ډالرو څخه زياتي پيسې محاسبه سوي دي چي سپمول کېدلای سوای، خو نه دي سپمول سوي. د راين په وينا په افغانستان کي د امريکايي پيسو د ضايع کولو تر ټولو لويه بېلګه د مخدره موادو ضد د مبارزې تمويلول دي چي ورباندي ۸ مليارده (اته زره مليونه) ډالره مصرف راغلی، خو ښکاره برياليتوبونه نه لري.

دغې نظارتي ادارې تر اوسه ۵۳۸ پلټني په لاره اچولي چي پکښي ۷۳ کسان نيول سوي او چي پکښي پر ۶۹ کسانو رسمي تورونه لګول سوي دي. د يادي ادارې په مرسته تر اوسه ۵۰۰ مليونه ډالره سپمول سوي دي.