1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په افغانستان کي سږ کال ډير ځاني تاوانونه ګاللی دی

۱۳۸۷ شهریور ۲۲, جمعه

په افغانستان کي د دوو نورو امريکايي عسکرو په وژل کيدو سره د وژل سو امريکايانو شمير يوازي سږ کال 113 کسو ته ورسيدی.

https://p.dw.com/p/FGYP
د يو بل امريکايي عسکر مړۍ امريکا ته وړل کېږی
د يو بل امريکايي عسکر مړۍ امريکا ته وړل کېږیانځور: picture-alliance/ dpa

په افغانستان کي له 2001 کال راهيسي د ټولو نورو پخوانيو کلونو په پر تله سږ کال زياتره امريکايي عسکر وژل شويدي. فعلا د امريکا متحده ايا لتونو 33000 عسکر په افغانستان کي ځاي په ځاي کړي. دا له 2001 کال را هيسي په افغانستان کي تراوسه د دوي له ټولو څخه زيات شمير عسکردي.

امريکايي عسکرو په کابل کي د2001 کال د تروريستي ګوذارونو د قربانيانو يادونه وکړه. جنرال رابرت کون څرګنده کړه، چي نوموړي ګوذارونه مونږ ته دا په ياد راولي چي د تروريزم ګواښ حقيقي دي، اوتر اوسه هم ټولي نړۍ ته متوجه دي.

او امريکايي عسکرو څرګنده کړه، چي د سپتمبر11 نيټه دوي ته په افغانستان کي د دوي د جګړو لپاره ډيره مهمه نيټه ده. ډګروال کودي سميت په دي اړوند څرګنده کړيده چي همدا ما د آذادۍ لپاره جګړي ته هڅوي.

په مومند اجنسۍ کې د يو امريکايي بمبارد څخه وروسته ملکي خلک هم ړژل شوي دي
په مومند اجنسۍ کې د يو امريکايي بمبارد څخه وروسته ملکي خلک هم وژل شوي ديانځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان د پولو نه آخوا هم په دي وروستيو کي د امريکايي پوځ او د طالبانو ترمنځ جګړي کيږي. اله هسي چي د اسوشيد پرس خبری آژانس د استخباراتو له کړيو څخه خبر ترلاسه کړي. ښايي جمهور ريس بوش پخپله د دي عملياتو اجازه ورکړي وي. په اوړي کي ځانګړي نخبه پوځ ته دنده ورکړل شويده چي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سيمه کي په تروريستانو پسي وګرځي. د امريکا د متحده ايالتونو بيا بيا بريدونو د هغه ځاي د خلکو ترمنځ د ډار او قهر څپی را پورته کړيدي .

د استخباراتو يو پخواني مامور د اسوشيټد پرس آژانس ته ويلي دي چي ، مامور ويلي دي، چي اوس واحدونه د سرحد نه اخوا سيمو کي هم پرته له دي چي چا بريد پري کړي وي. د جګړو اجازه لري خوکه د پاکستان په خاوره باندي کوم بريد وشي د ټوغنديو او په هاوانو په واسطه کيږي.د شمالي اطلس دفاعي تړون ناتو پدي منځکي ويلي دي چي، د دي تړون عسکر به په پاکستان باندي په کوماندو يي بريدونوکي برخه وانخلي .

په دي منځ کي د پاکستان امنيتي ځواکونو د پنجشنبي په ورځ ويلي دي چي له افغانستان سره د ګډو پولو په سيمه کي تر 100 کسو پوري پاڅون کونکي وژل شويدي. د پاکستان د امنيتي ځواکونو يو وياند ويلي دي چي دوي په باجوړ کي د زور لارو په پټنځاي باندي بريد کړيدي. چي د هغه له امله د اتيا او سلو کسو ترمنځ پاڅون کونکي وژل دي. دا جګړه په عنایت خيلو کي شوي او پدي ترڅ کي د امنيتي ځواکونو د وياند د وينا له مخي يو بازار چي پاڅونکو ځانونه هلته پټ کړي وو، وران شويدي .