1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"امريکا په افغانستان کي نهه پوځي اډې غواړي"

مسعود جهش۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د امریکا متحده ایالات غواړي په افغانستان کې نهه پوځي اډې ولري. کرزي روښانه کړه چې افغانستان له دغو اډو سره موافق دی، خو په بدل کې یې امتیازات غواړي.

https://p.dw.com/p/18Up3
Diese Bilder sind von Amiri, freier Mitarbeiter der Afghanistan-Redaktion, gemacht worden. Die Fotos zeigen den afghanischen Präsidenten Hamid Karzai bei einer Pressekonferenz in Kabul. Foto: Amiri, DW, 26.2.2012
Hamid Karzaiانځور: DW

ولسمشر کرزي د کابل پوهنتون د جوړیدو د اتیايمي کلیزې په لمانځل غونډه کې وویل چې اداره یې هڅه کوي له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې ډیر امتیازات ترلاسه کړي.

په پلان کي ده چې د ڼاټو ټول جنگي عسکر به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه ووځي. خو امريکا غواړي تر دې نیټې وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري پرېږدي. اوس متحده ایالات په افغانستان کې تر نورو هيوادونو ډېر جنگي عسکر لري.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې امریکا په افغانستان کې په څه تعداد عسکر پرېږدي. خو یو شمیر امریکايي چارواکو ویلي دي چې د دغو سرتیرو شمیر کیدای شي د ۲۵۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ وي.

کرزي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ له امریکا سره په ډیرو جدي او حساسو خبرو اترو بوخت یو. امریکا خپلي غوښتنې لري او افغانستان هم خپل خواهشات لري... هغوی [امریکایان] په افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي. کابل، بگرام، مزار، جلال آباد، گردېز، کندهار، هيلمند، شنډنډ او هرات.»

افغانستان او متحده ایالات اوس پر یوه امنیتي تړون باندي خبري اتري کوي. د دغه تړون له مخې به په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو شمیر، د پاتېدونکو امریکايي عسکرو شمیر، د هغوی مسئولیتونه او دندي روښانه شي. تر دې دمخه کابل او واشنگټن یو ستراتیژیک تړون هم لاسلیک کړی وو، چې پکښې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه څه نه ول ویل شوي.

کرزي وویل چې افغانستان له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې روښانه شرایط لري. هغه زیاته کړه: «زموږ شرايط دا دي چې امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې هلې ځلي زیاتې کړي، د افغانستان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي، زموږ د اقتصاد قوي ملاتړ وکړي، [زموو له پاره] بریښنا، سړکونه او بندونه جوړ کړي او د حکومتدارۍ په برخه کې زموږ سره مرسته وکړي.»

کرزي ټینگار وکړ چې که امریکا متحده ایالات دغه شرایط ومني نو افغانستان به هم له دغه هیواد سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ولسمشري کرزي وویل چې که څه هم تر دې مخکي د ناټو غړو هیوادونو اعلان کړی وو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي، خو د هغه په خبره اوس ډیر شمیر هیوادونه په افغانستان کې پاتېدو ته لیواله دي. کرزي زیاته کړه:

«لومړی د ناټو ټولو هیوادونو وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان څخه ولاړ شي، خو اوس یو، یو راځي او وایي چې موږ نه ځو او پاتيږو. دا چې موږ پوهیږو هغوی نه ځي نو ځان مو ټينگ کړی دی او وايو چې خپل [شرایط] لرو.»

ولسمشر کرزي وویل چې افغانستان به له ناټو سره پر تړون سربیره له هر هغه هیواد سره هم تړونونه لاسلیک کړي، ترڅو دا خبره روښانه شي چې د هغوی سرتیري د افغانستان په کومه سیمه کې او تر کومو شرایطو لاندې پاتيږي.

«له پاکستان سره حساسه رابطه»

ولسمشر کرزي وویل چې په تیرو لسو کلونو کې یې هڅه کړې ده چې له پاکستان سره «متمدنه او له تاوتریخوالي او دسیسو څخه پاکي اړیکي» وساتي. د حامد کرزي په وینا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان بهرنۍ سیاست په ښکاره ډول د پاکستان تر اغېزې لاندي وو، خو زياته يې کړه چي دغه شان یو حالت اوس نه شي رامنځ ته کیدای.

ولسمشر کرزي وویل: «له ګاونډیو سره زموږ اړیکې نیکې دي، خو له پاکستان سره زموږ اړیکي لا حساسیږي. دا په داسې حال کې ده چې موږ [له پاکستان سره] د نیکو او حسنه اړیکو غوښتونکي یوو.» افغان ولسمشر زیاته کړه: «خدای دې د پاکستان ملت سرفرازه ولري، خو حکومت او پوځیان دې خپل ځان اصلاح کړي.»

ولسمشر کرزي محصلینو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې افغانان د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پیژني او ویی ویل: «که هغوی فکر کوي چې پر افغانستان باندې د يرغلونو له لارې به دغه هیواد دې ته اړ کړي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني، نو دا کار ناممکنه دی. د افغانستان ملت [دغه کرښه] نه منلې ده او نه به یې هم ومني.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يوه وياند د ډیورنډ مسئله یوه حل شوې خبر بللې ده. تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر هم ویلي ول چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توگه په رسمیت پیژني.