1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په جنوبي کوريا کي د توغنديو دفاعي سيستم دروي

۱۳۹۵ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

د شمالي کوريا د توغنديو تر ازمويني وروسته امريکا متحدو ايالاتو اعلان کړی دئ چي په جنوبي کوريا کي ئې د توغنديو دفاعي سيستم ځای پر ځای کول پيل کړي دي. دغه سيستم «تاد» نوميږي.

https://p.dw.com/p/2YkdF
US Raketenabwehrsystem THAAD
انځور: Reuters/U.S. Department of Defense/Missile Defense Agency

د شمالي کوريا له خوا د توغنديو ازمويني ته امريکا متحدو ايالاتو جدي غبرگون ښوولی. واشنگټن اعلان کړی دئ چي «نړيوالي سولي ته د شمالي کوريا گواښ» ته په کتو سره مو په جنوبي کوريا کي د «تاد» په نوم دفاعي سيستم ځای پر ځای کول پيل کړل.

شمالي کوريا د دوشنبې په ورځ پر نړيوالو بنديزونو سربيره څلور بالستيک توغندي چي ۱۰۰۰ کيلومتره واټن وهلای سي و ازمويل. پر دغه کار باندي جاپان، جنوبي کوريا او حتی چين چي د شمالي کوريا ملاتړ کوي سختي نيوکي وکړې.

د جرمني خبري آژانس «dpa» د سه شنبې په ورځ په ارام سمندرگي کي د امريکا متدو ايالاتو د قوماندې مرکز په حواله خبر ورکړی چي د دتوغنديو دغه دفاعي سيستم «د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او شمالي کوريا د گواښ پر وړاندي» ځای پر ځای کيږي.

د دغه مرکز په اعلاميه کي دغه راز راغلي دي چي «د اټومي وسلو او بالستيک توغنديو په برخه کي د شمالي کوريا گړندۍ ازمويني، سوله او نړيوال امنيت گواښي او دغه راز د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له ډيرو پريکړو سرغړونه ده.»

د امريکا د قدرت له ډېرېدو د چين اندېښنې

په جنوبي کوريا کي د «تاد» په نوم توغنديو دفاعي سيستم ځای پر ځای کولو اقدام نه يوازي د دغه هيواد شمالي گاونډی په غوسه کړی، بلکي چين هم نيوکي پر کړي دي. روسيې هم د امريکا پر دغه اقدام نيوکي کړي دي.

چين دغه گام ته په سیمه کي د امریکا د قدرت د ډېرېدو په سترگه گوري او وايي چي دغه اقدام به په سیمه کي د قدرت برابرۍ د له منځه تلو سبب سي.

خو امريکايي چارواکي دغه اندېښنې بې ځايه گڼي. په ارام سمندر کي د امريکا د مرکزي قومندانۍ قوماندان هري هريس، روښانه کړې ده چي د توغنديو دفاعي سيستم ځای پر ځای کول يوازي د شمالي کوريا د توغنديو د دفاع له پاره دی او په سيمه کي نورو هيواونو ته گواښ نه دئ.

د «تاد» په نوم توغنديو دفاعي سيستم کولای سي چي بالستيک توغندی مخکي له دې چي هدف ته ورسيږي شنډ کړي.

د دغه سيستم ځای پر ځای کول د بارک اوباما د جمهوري رياست په دوران کي پريکړه سوې وه. د امريکا ۲۴زره پوځي خدمه همدا اوس په جنوبي کوريا کي حضور لري.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: