1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په عراق کي هدفي بريدونو ته چمتو ده

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۳۰, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي هغه دې ته چمتو دی چې په عراق کې د افراطي اسلامپالو پر ضد «هدفمند» بریدونه پيل کړي. هغه ۳۰۰ پوځي مشاورینو ته دنده سپارلې ده چې د عراق امنيتي اړتیاوي وڅېړي.

https://p.dw.com/p/1CMiT
obama usa präsident
انځور: reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ ټینگار وکړ چې هغه به عراق ته د جگړې له پاره خپل سرتیري نه واستوي. هغه یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ کولای نه شو چې دغه ستونزه یوازي د په سونو زره عسکرو د استولو او د هغو د مالي او ځاني سرمایو په مصرفولو سره حل کو.»

خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما روښانه کړه چې د هیواد ملي گټې یې په دې کې دي چې عراق په يوه کورنۍ جگړې کې ښکیل نه شي. هغه په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د متحدینو پوځي وړتیا او د انرژي د نړیوالو مارکیټونو ثبات د خپلي خبري د عواملو په توگه یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په عراق کې «داعش» وسله والي ډلي د پلازمیني بغداد په ۲۰۰ کیلومترۍ کې په بایجې کې د نفتو د یوې لويي تصفیه خانې د نیولو له پاره جگړې ته دوام ورکړی دی. ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کې ویلي دي: «هر وخت چې موږ په دې خبره پوه شو چې په سیمه کې زموږ هدفي او مشخصي پوځي مداخلې ته اړتیا شته، نو موږ به دغه کار وکړو.»

سپینه ماڼۍ غواړي چې عراق ته ۳۰۰ پوځي مشاورین واستوي. دغه مشاورین به د عراق د پوځ اړتیاوې وڅېړي او همداراز به استخباراتي معلومات راټول کړي. همدا اوس هم په عراق کې ۲۷۵ تنه امریکایي پوځیان میشته دي چې دنده یې په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت او نورو دیپلوماتیکو ماموریتونو ساتنه ده.

«عراق پوځي حل لاره نه لري»

د عراق حکومت چې چاري یې د شیعه مسلمانانو په لاس کې دي په رسمي توگه له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې د هغو سني یاغي ډلو پر ضد هوایي بریدونه وکړي چې اوس له داعش یا د «عراق او شام اسلامي حکومت» ډلې سره اړیکي لري. خو اوباما روښانه کړه چې هیواد به یې د یوه اړخ پر ضد د بل اړخ پلوي و نه کړي.

اوباما وویل: «په عراق کې یوه پوځي حل لاره شتون نه لري په ځانگړې توگه داسې یوه پوځي حل لاره چې مشري یې د امریکا متحده ایالاتو په لاس کې وي.»

اوباما په عین حال کې په عراق کې د ستونزو حلیدل ډیر اړین وبلل: «خو اوس يوه بېړني سیاسي مشارکتي بهیر، لا پیاوړو عراقي امنیتي ځواکونو او د ترهگرۍ ضد هلوځلو ته اړتیا شته چې د داعش په څیر ډلو ته پټنځایونه ور نه کړي.»

ولسمشر اوباما همداراز روښانه کړه چې هغه به خپل د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم سیمي ته واستوي، څو د عراق د باثباته کولو له پاره دیپلوماتیکي هلي ځلي وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې امریکا متحده ایالاتو او ایران داسي اشارې رسولې دي چې کیدای شي هغوی د داعش د مخنیوي په برخه کې يو له بل سره کوم ډول همکاري او یوځای کار وکړي.

اوباما ویلي دي: «موږ فکر کوو چې ایران کولای شي د عراق حکومت ته د داسې یو پیغام په استولو کې چې موږ یې استوو، یو جوړوونکو نقش ولوبوي. خو که ایران د یوه وسله وال اړخ په توگه د شیعه گانو په استازيتوب راځي، نو دا کیدای شي چې وضعه نوره هم خرابه کړي.»