1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په قرغزستان کي خپله پوځي اډه وتړله

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

امريکا متحده ايالاتو په قرغزستان کي خپله هوايي اډه چي په افغانستان او سيمه کي يې د خپلو ځواکونو د تجهيز له پاره کاروله په رسمي توگه وتړله. د رواني اوونۍ تر پايه پوري به ټول امريکايي عسکر له دغي اډې څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/1CAux
انځور: picture-alliance/dpa

په قرغزستان کي د امريکا متحده ايالاتو سفيري پاملا سپراتلين، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۳) په بيشکک کي په یوه خبري کنفرانس کي وويل چي د رواني اوونۍ ترپايه پوري به ټول امريکايي عسکر د ماناس له هوايي اډې څخه ووځي:

«نن د قرغزستان حکومت ته د دغي اډې په اصطلاح د کيلۍ تر رسمي سپارلو وروسته د يوې اوونۍ په جريان کي به ټول امريکايي عسکر له دغي اډې څخه ووځي.»

د قرغزستان د پلازمېني بيشکک په نړيوال هوايي ډگر کي نن د سه شنبې په ورځ په رسمي توگه د امريکايي پوځي اډې کيلي د دغه هيواد هوايي ځواک ته وسپارل سوه.

په پلان کي ده چي د جولای مياشتي تر ۱۱ نېټې پوري به بيا هم په دغه اډه کي نزدې ۳۰۰ امريکايي عسکر پاته وي.

د امريکامتحده ايالاتو د هوايي ځواک د ۳۷۶ غونډ قوماندان جون ميليرد د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چي په دې سره نو امريکامتحده ايالات د قرغزستان له حکومت سره هغه پريکړه عملي کوي چي د ۲۰۱۴ کال د جولای مياشتي پر ۱۱ نېټه په دغه هيواد کي خپله پوځي اډه تړي.

امريکا متحده ايالاتو د قرغرستان له «ماناس» نړيوال هوايي ډگر څخه په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د اکمالولو او سرتيرو د انتقال دنده پرغاړه لرله.

د ميليرد په خبره له دغي هوايي اډې څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه نزدې پنځه ميليونه او درې سوه زره جنگي ځواکونه د ايساف ځواک په چوکاټ کي د عملياتو له پاره انتقال او را انتقال سوي دي.

هغه دغه راز د ماناس هوايي اډې د فعاليتونو د شمېرو ورکولو په برخه کي وويل: «په تريرو ۱۲ کلونو کي مو له دغي هوايي اډې څخه د افغانستان په فضا کي ۳۳ زره واري الوتکو ته تيل ورکړي دي، چي دا تقريباً يو ميليارد لېټره تېل کيږي.»

په افغانستان کي د اسياف ځواک په چوکاټ کي تقريباً د ټولو جنگي ځواکونو (۹۸ سلنه) د دغي اډې له لاري دغه هيواد ته انتقال سوی دی.

د قرغزستان په ماناس نړيوال هوايي ډگر کي د امریکا له پوځي اډې څخه نه يوازي افغانستان، بلکې له جنوبي کوريا څخه نيولې بيا تر منگوليا، پولنډ او سلوادور پوري عسکر انتقالېدل.

امريکا متحده ايالاتو په دغه هوايي اډه کي د قرغزستان حکومت ته نزدې ۲۰۰ ودانۍ، جنراتورونه، موټران او فرنيچر پرې ايښي دي.

دغه پوځي اډه په لومړي سر کي د پيتر په نوم نومول سوې وه. پيتر هغه څوک وو چي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر مياشتي پر ۱۱ نېټه په نیويارک کي پر سوداگريزونو مرکزونو باندي تر بريد وروسته د اور وژني پر مهال يې خپل ژوند له لاسه ورکړ. خو په ۲۰۰۵ کال کي دغه اډه (ماناس) د تجهيزاتو د ترانزيت اډه ونومول سوه.