1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په پام کي لري اوکراين ته وسلې ورکړي

afp, dpa, ape, rtr, NYT۱۳۹۳ بهمن ۱۳, دوشنبه

نيويارک ټايمز ورځپاڼي لیکي چي احتمال لري د امريکا لوی درستيز به اوس اوکراين ته له وسلو ورکولو سره موافق وي. اوکراين په وارو وار له غرب څخه، له بېلتون غوښتونکو سره د مبارزې له پاره د وسلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EURF
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/K. Cherginsky

داسي گومان کيږي چي د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او لوی درستيز مارتين ديمپسي دي دې ته تيار وي چي اوکراين ته د وسلو ورکولو پر سره د دغه هيواد له چارواکو سره خبري وکړي.

خو د امريکا متحدو ايالاتو د جمهور رئيس بارک اوباما امنيتي سلاکاري سوزانا رايس اوکراين ته د وسلو د نه ورکولو پر سر پر خپل هوډ ټينگار کړی دئ.

د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د راپور له مخي نن به د واشنگټن حکومت له خوا په دې اړه د يوې بې طرفه بررسۍ لارښوونه وسي. په دغه بررسۍ کي به دا څرگنده سي چي آيا اوکراين ته د درو ميلياردو ډالرو په ارزښت درنې وسلې ورکړل سي که څنگه؟

امريکا تر اوسه پوري له اوکراين سره په اصطلاح د «نه وژونکي موادو» مرسته کړې ده. په پلان کي ده چي د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په کيف کي له جمهور رئيس پيترو پوروښينکو سره ملاقات وکړي.

له دې سره سره چي د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د اوکراين حکومت او بېلتون غوښتونکو د استازو تر منځ خبري بې نتيجې پای ته رسېدلي دي، د آلمان لومړۍ وزيري ميرکل د فرانسې له جمهور رئيس اولاند سره د يوې ديپلوماتيکي حل لاري غوښتنه کړې ده.

د «عمومي وسله وال کولو» اعلان

د اوکراين په متيځ کي د بېلتون غوښتونکو مشر الکساندر زخارچينکو اعلان کړی دی چي په راتلونکو څو ورځو کي به «عمومي وسله وال کول» پيل کړي.

زخارچينکه د بېلتون غوښتونکو یوه آژانس «DAN» ته ويلي دي چي په راتلونکو لسو ورځو کي به په دنيڅک کي نزدې ۱۰۰۰۰۰ کسان وسله وال سي.

بېلتون غوښتونکو تيره اونۍ ويلي ول چي دوی غواړي په دنيڅک او لوگانسک کي خپل عمليات پراخ کړي. د دغو سيمو يوه لويه برخه تر اوسه د اوکراين حکومت په کنترول کي ده.