1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: پوليسو بل بې وسلې تور پوستی وژلی

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ مرداد ۱۸, یکشنبه

د تورپوستي ځوان مايکل براؤن د وژل کېدو د ياد په لومړۍ کليزه يو بل بد خبر خپور سو. يو ځل بيا امريکايي پوليسو يو بې وسلې تورپوستی ځوان په ډزو وژلی دی.

https://p.dw.com/p/1GCF5
انځور: picture-alliance/dpa
د امريکا په ټېکساس ايالت کي يو ۱۹ کلن ځوان د پوليسو په ډزو وژل سوی دی. د ياد ايالت د آرلينګټن ښار پوليسو ويلي دي چي وژل سوی کس کريسټين ټېلر (انځور) دی. ټېلر تور پوستی او پر هغه ډزي کوونکی پوليس سپين پوستی دی.

چارواکو ويلي چي کريسټين د خپل موټر سره د يو موټرونو د يو دُکان ښېښه ماته کړې وه. کله چي پوليس هلته ورسېدل نو لانجه رامنځ ته سوه او ډزي وسوې. پوليسو زياته کړې چي وژل سوی ځوان بې وسلې ؤ. ويل سوي چي د دغي پيښي پلټني پېل سوي دي.

د وژل سوي ځوان د مړي معاينه کوونکي طبي انسټيټيوټ ويلي دي چي د هغه پر غاړه، سينه او نس ګولۍ لګېدلي چي له کبله یې ساه ورکړې.

پلټني ادامه لري

د هغه وروسته چي په تيرو مياشتو کي د پوليسو له خوا بې وسلې تورپوستي په ډزو وژل سوي، د امريکا په متحده ايالاتو کي د پوليسو له لوري تر اړتيا زيات تشدد په هکله بيا تاوده تحثونه رامنځ ته سوي دي. د تيرو مياشتو د يادو پيښو له کبله ناقرارۍ هم رامنځ ته سوې چي په بعضو مواردو کي په تاوتريخوالي واوښتې.

د دغو احتجاجونو پېل يو کال مخکي هغه وخت وسو، کله چي يو سپين پوستي پوليس د مايکل براؤن په نوم يو ځوان په ډزو وواژه. د هغه د وژل کېدو د يو کال پوره کېدو په مناسبت بېلي ناستي او غونډي پلان سوي دي. خو دا چي د مايکل براؤن د وژل کېدو د لومړۍ کليزي په ورځ د سپين پوستي پوليس له خوا د يو بل بې وسلې تورپوستي ځوان د وژل کېدو خبر ورکول کيږي، زيات امريکايان يې په غوسه کړي او اندېښمن کړي دي.