1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: چارلټسويل ښار کې نښتو مرګژوبله اړولې

۱۳۹۶ مرداد ۲۲, یکشنبه

د امريکا په متحده آيالاتو کې د تندلارو ښي اړخو او مخالفينو تر منځ تاوتريخوالی اوج ته رسېدلی. يو موټر پر مظاهرچيانو ورغلی او يوه چورلکه هم لوېدلې ده. په دغو پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2i8SZ
USA Charlottesville Virginia Verletzte durch Auto bei "Unite The Right" Marsch
انځور: Getty Images/AFP/P.J. Richards

د امريکا په ويرجينيا آيالت کې د کو کلوکس کلېن او نورو ښي اړخو ډلو په لاريون کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي. له دغې جملې څخه ځينې بيا سخت ټپيان دي. دغه خبره د چارلټسويل ښارګوټي چارواکو کړې ده.

د دغه ځای د پوليسو مشر، التوماس ويلي دي چې يوه ۳۲ کلنه ښځه يوه موټر لاندې کړې او وژلې يې ده. چلونکي ښايي موټر په هدفمن او قصدي ډول د ښي اړخو د مخالفانو پر لاريون ور وستی او په دې ترتيب ډېر شمېر انسانان ژوبل کړي هم وي. پوليسو يو ۲۰ کلن سړی د شکمن عامل په توګه نيولی دی. د امريکا فدارلي پوليسو اف بي آی د پلټنو دنده پر غاړه اخيستې ده.

په چارلټسويل کې بېړنی حالت

په چارلټسويل کې سربېره پر دې د ښي اړخو او نويو نازيانو له خوا د لاريون پر وخت د پوليسو يوه څرخي الوتکه لوېدلې ده. په دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي. د کو کلوکس کلېن په نوم توکم پالې ډلې د چارلټسويل د ښاروالۍ پر ضد داسې يو لاريون تر سره کړ چې اجازه ورته نه وه ورکړله شوې. دا له دې کبله چې ښاروالۍ غوښتل د امريکا د کورنيو جنګونو پر وخت د يوه جنرال، رابرټ لي، يادګار څلی لرې کړي.

لي په ۱۹مه م پېړۍ کې د امريکا د جنوبي آيالتونو مشري کوله چې د مرئيانو د ساتلو پلويتوب يې کاوه. له دې مخکې هم د ښي او کيڼ اړخو ګروپونو تر منځ نښتې شوې وې. دواړو خواو خولونه او زغرې اچولې وې. سره له دې چې ځينو ټوپکونه هم له ځانه سره ګرځول، خو ډزې وانه ورېدل شوې. پوليسو له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخيست څو خلک سره وپاشي او تاوتريخجن مظاهره چيان ونيسي.

د ترمپ پلويان تاوتريخوالي ته لمن وهي

د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، «د دواړو اړخونو له خوا د کرکې، تندلارۍ او تاوتريخوالي دغه حيرانونکې پېښې په کلکو ټکو» وغندلې. د موټر له بريد مخکې يې د تويتر د لارې د امريکا پر ولس باندې غږ وکړ چې يو موټی پاته شي او د نفرت د چارو غندنه وکړي. هغه ټينګار وکړ چې «په امريکا کې د دغه شان تاوتريخوالي له پاره زغم نه لرو».

دغې مظاهرې ته د نورو تر څنګ د «الت رايټ» په نوم غورځنګ هم بلنه ورکړې وه چې د نوو نازيانو مفکورې خپروي او له ترمپ څخه ملاتړ کوي. داسې ټاکل شوې وه چې دغه لاريون به د ډېرو کلونو راهيسې يوه تر ټولو ستره مظاهره وي. ترمپ په خپل وار د يوه خبريال پوښتنې ته جواب ونه وايه چې ورڅخه پوښتنه يې کړې وه چې آيا ترمپ په ښکاره توګه له سپين پوستو ملتپالو څخه فاصله نيولې ده، که نه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.12.2016):