1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا کانگرس په کار پيل وکړ

۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه
https://p.dw.com/p/17Dl6

د امريکا متحده ايالاتو کانګرس تر انتخاباتو دوې میاشتي وروسته په خپل کار پيل وکړ. د کانګرس د دواړو مجلسو په لومړنیو غونډو کي نوو او پخوانیو بیرته انتخاب سوو وکیلانو د لوړي مراسم تر سره کړل. د کانګرس د نمایندګانو د مجلس رئیس بیا هم جان بوییر پاتیږي. دغه جمهوري غوښتونکي وعده ورکړه چي ډير ژر به د هریکن «سېنډي» له قربانیانو سره د۶۰ ميلیارډو مرستي یو پاکټ منظور کړي. په کانګرس کي د دواړو لویو حزبو په حالت کي تغیر نه دی راغلی او د پخوا په شان چوکۍ لري. په سنا کي د جمهوررئيس بارک اوباما د ګوند ديموکراتان اکثریت لري، په داسي حال کي چي بیا د نمایندګانو په مجلس کي جمهوري غوښتونکي اکثریت لري.