1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ISI زموږ پر ضد پټه جگړه کوي

۱۳۹۰ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان استخباراتي شبکه، آی ايس آی، په دې تورنه کړې، چي د امريکا پر ضد په پټه جګړه کي د حقاني شبکي څخه ملاتړ کوي او د اورپکو سره يي د اسلام آباد د اړيکو په اړه په خپله لهجه کي لا تندوالی راوستلی.

https://p.dw.com/p/12dUK
مايک مولن په آسلام اباد کي د امريکا په سفارت کي د هلري کلينټن سره د خبري غونډي پر مهال
مايک مولن په آسلام اباد کي د امريکا په سفارت کي د هلري کلينټن سره د خبري غونډي پر مهالانځور: dapd

دغه خبري د امريکا د متحده ايالاتو لوی درستيز، مايک مولن، د پاکستان د لوی درستيز جنرال، اشفاق کياني، سره په يوه غونډه کي کړي.

 

دغه غونډي چي څلور ساعته يي دوام کړی، مولن پر پاکستان زور راوړی، چي د اورپکو سره خپلي اړيکي وشلوي.

 

د کارنيګي (Carnegie) د سولي نړيوالي مؤسسي ته په خپلو خبرو مايک مولن ويلي دي، چي آی ايس آی بايد د حقاني شبکې سره خپلي اړيکي وشلوي او د هغوی د پټ حمايت څخه دي لاس پر سر سي:

 

« آی ايس آی دغه کار کوي، د اوږدې مودي لپاره يي د هغوی سره پټه مرسته کړې. دا په دغه هيواد کي ستراتيژي ده او زما په نظر په راتلونکي کي دغه ستراتيژي بايد بدلون ومومي.»

 

د امريکا متحده ايالات د حقاني شبکې د طالبانو له ډلي څخه تر ټولو خطرناکه بولي او وايي چي تيره اونۍ په کابل کي د امريکا پر سفارت، د ناټو پر پوځي مقر او د ملي امنيت پر ودانيو بريد دغي ډلي تر سره کړی.

 

په تير وخت کي داسي اټکل کيدی، چي د پاکستان استخباراتي شبکه آی ايس آی په دې خاطر له دغي ډلي څخه ملاتړ کوي، چي د امريکا متحده ايالات د افغانستان خپل سرتيري وباسي نو په سياسي جوړجاړي کي به دغه ډلي ته ونډي ورکول لپاره چنه ووهي.

 

تر دې تور وروسته چي د پاکستان استخباراتي شبکه په پټه د حقاني شبکې ملاتړ کوي د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ د اړيکو د خرابېدو خطر لا پسي ډير سوی.

 

امريکا په وار وار له پاکستان څخه غوښتي، چي د حقاني شبکې پر ضد پوځي عمليات تر سره کړي. کوم چي ګمان کيږي د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي خوندي پټنځايونه لري.

 

تردې د مخه واشنګټن پوسټ ورځپاڼي خبر ورکړی وو، چي امريکايي چارواکو په تيرو ورځو کي اسلام آباد ته وخت ورکړی تر څو د حقاني شبکي سره خپلي اړيکي وشلوي او ګواښلي يې دي، که چيري د هغوی سره خپلي اړيکي ونه شلوي او د هغوی د مشرانو سره د مرستو څخه لاس پر سر نه سي نو د امريکا متحده ايالات به يو اړخيز ګام پورته کړي.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل