1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکايي بیړۍ له نفت وړونکې کښتۍ سره جنګیدلې

۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبه

سنګاپور ته څیرمه د امریکا د سمندري ځواکونو یوه بیړۍ له یوې بار وړونکې کښتۍ سره جنګیدلې ده. په پیښه کې پنځه امریکايي کښتۍ چلوونکي ټپیان شوي او ۱۰ نورو لاردکه دي. په وروستیو دوو میاشتو کې د امریکايي کښتیو دا دوهمه پیښه ده.

https://p.dw.com/p/2iXnP
USS John S. McCain
انځور: picture-alliance/dpa/J. Vazquez/US NAVY

د امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې د (USS John S. McCain) په نامه یوې بیړۍ د دوشنبې په ورځ د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه سنګاپور ته څیرمه د مالاکا په تنګي ګې د آلنیک امسي په نامه له یوې بلې سوداګریزې کښتۍ سره ټکر کړی دی. د امریکا د سمندري ځواکونو د معلوماتو له مخې په دې ټکر کې ۵ امریکايي کښتۍ چلوونکي ټپیان شوي او ۱۰ تنه نور بیا لا درکه دي. د امریکايي بیړۍ چپ اړخ هم د ټکر له امله زیانمن شوی دی. د امریکايي سمندري ځواکونو دغه کښتۍ اوسمهال د سنګاپور په لور په حرکت کې ده.

رویترز خبري آژانس ته د امریکايي سمندري ځواکونو د کښتۍ یوه کارکوونکي ویلي دي چې له امریکايي کښتۍ سره ټکر کوونکې کښتۍ بار وړونکې ده او له تایوان څخه یې د سنګاپور پر لور نفت انتقالول. د کښتۍ دغه امریکايي کارکوونکي همدا راز ویلي دي چې د کښتۍ نفت له اوبو سره نه دي ګډ شوي.

په ورته وخت کې د سنګاپور چارواکو هم ویلي چې دوی هم د ټکر له امله د اوبو د ککړیدو هیڅ راز رپوټ لا نه دی ترلاسه کړی. سربیره پر دې، د ټکر له امله سنګاپور ته تلونکو د نورو کښتیو تګ راتګ کې هم کوم خنډ نه دی پیښ شوی.

Singapur USS John S. McCain nach Kollision
انځور: Reuters/A. Masood

بار وړونکې کښتۍ د لبنان هیواد د بیرغ سره د حرکت په حال کې وه او د نفتو سربیره یې ځینې کیمیاوي مواد هم انتقالول. د کښتې اوږدوالی ۱۸۳ متره ښوول شوی او په ۲۰۰۸م کال کې رغول شوې ده. تر اوسه پورې د دې کښتې د سپرلیو په هکله معلومات نه شته، خو د سنګاپور چارواکو ویلي دي چې په نفت وړونکې کښتۍ کې یې د ټپیانو په هکله رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

په دوو میاشتو کې د کښتیو دوهم ټکر

د جان مکین په نامه د امریکايي سمندري ځواکونود کښتۍ د ټکر زیان کچه تر اوسه روښانه نه ده. په ورته وخت کې امریکايي سمندري ځواکونو د کښتۍ د لادرکه شوو کسانو د موندنې له پاره عملیات پیل کړي دي. سربیره پردې د سنګاپور هوايي ځواکونو هم د دې عملیاتو د ملاتړ له پاره یو شمیر څرخي الوتکي سیمې ته لیږلي دي.

دوه میاشتې مخکې د جون میاشتې په ۲۱ نیټه د «یو اس اس فیتزجرالد» په نامه یوې بلې امریکايي بیړۍ هم د جاپان اوبو ته څیرمه له یوې بلې کانتینر وړونکې کښتۍ سره ټکر کړی وو. په دغه پیښه کې د امریکايي بیړۍ ۷ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او بیړۍ سخته زیانمنه شوې وه. دغه زیان دومره پراخ وو چې په اوبو کې د کښتۍ د ډوبیدو خطر هم وو. په پیښه کې فلیپینې کانتینر وړونکې کښتۍ بیا ډیر زیان نه وو لیدلی. تر دې پیښې څو  ورځې وروسته د سمندري ځواکونو د دې کښتۍ درې چارواکې له دندې هم ګوښه کړل شول.

د ټکر پرمهال امریکايي توغندي انتقالوونکې بیړۍ «یو اس اس جان مکین» په یوه عادي سفر کې د سنګاپور د مالاکا په لور په حرکت کې وه. دغه بیړۍ د امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین په نامه نومول شوې ده چې د دندې ځای یې د جاپان د یوکوسوکای بندر ښول شوی دی. په دغه بیړۍ کې شاوخوا ۲۳۰ کارکوونکې خدمت کوي.

امریکایي پوځ په دایمه توګه په پولنډ کې (زموږ له آرشیف څخه):