1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي جنرال پر کرزي د نیوکو وروسته له دندې ګوښه کړل شو

۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبه

جنرال پیتر فویلر په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزلو او سمبالو د پروژې معاوین وو. خو ناټو تیره ورځ خبر وړکړ چې دغه جنرال د نامناسبو اظهاراتو د کولو په جرم له خپلې دندې څخه کوښه کړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/135Xi
آرشیف انځور: برطرفه شوي امریکایي جنرال ویلي دي چې افغان مشران د امریکا د قربانیو په قدر نه پوهیږي
آرشیف انځور: برطرفه شوي امریکایي جنرال ویلي دي چې افغان مشران د امریکا د قربانیو په قدر نه پوهیږيانځور: AP

جنرال فویلر د «پالیتکو» خبري ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلې وو چې افغان مشران افغانستان کې د امریکا د قربانیو په ارزښت نه پوهیږي او له حقیقت څخه لیرې پاتې دي.

هغه همدا راز په مستقیمه توګه د کرزي پر هغو خبرو نیوکې کړې وې چې ویلي یې وو د پاکستان او امریکا د جګړې په صورت کې به افغانستان د پاکستان څخه ملاتړ وکړي. فویلر د کرزې د دغو خبرو په اړه هغه ته خطاب ویلي وو:

«ولې مې په یوې ستني په سترګه نه وهي. دا نو بیښې زیاتی دی. مونږ له تا سره ۶.۱۱ میلیارده ډالر مرستي کړي دي او ته وایې چې د تا لپاره دغه ټول بې تفاوته دي.»

هغه همدا راز زیاته کړې وو چې که افغانان بیا د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي هغه هیله لري چې داسې یو کس د ولسمشر په توګه وټاکل شي چې د ښو خبرو کولو وړتیا ولري.

د فویلر و اظهاراتو وروسته په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان، جان الن، د هغه د برطرفۍ امر ورکړ او وویل چې فویلر خبرې د ناټو د ځواکونو دریځ نه ښکاره کوي. د ناټو لخوا په خپرې شوي خبرپاڼې کې د الین له خولې لیکل شوي:

«دغه اظهارات له افغان حکومت سره زمونږ د اړیکو څرنګوالی نه ښکاره کوي. افغانان او د دغه هیوادو په رهبري کې ښکیل خلک ډیر ښاغلي خلک دي.»

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند، جان کربي، ویلي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیتا، د جان الن له هغې پریکړې څخه چې له مخې یې جنرال فویلر له خپلې دندې ګوښه کړل شوی ملاتړ کوي.

په کابل کې د ایساف یوه ویاند ویلي دي چې لا نه دی څرګنده چې دوه ستوري لرونکی جنرال فویلر به د پوځ څخه هم وایستل شي او که په کوم بل ځای کې به په دندې وګمارل شي.

په ۲۰۱۰ کال کې هم جنرال مک کرستال د امریکا د ولسمشر، بارک اوباما، لخوا پر لوړ پوړو سیاستوالو د نیوکو له کبله له خپلې دندې کوښه کړل شوی وو.

فویلر په خپلې مرکې کې ويلي وو چې افغانان له امریکا څخه ډیر پرمختللي پوځي تجهیزات غواړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی