1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي سرتیري د اسامه د وژلو ادعا کړې ده

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۳ آبان ۱۶, جمعه

د امریکايي خاصو ځواکونو یوه پخواني غړي راب اونیل، واشنگټن پوست ته ویلي دي چې هغه په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې ترهگرې شبکې مشر اسامه بن لادن، وژلی دی. هغه تیر کال هم تر یوه بل نوم لاندې ورته ادعاوې کړې وې.

https://p.dw.com/p/1Dil1
Rob O'Neill US Soldat Archiv 2013
انځور: Reuters/Walter Hinick/The Montana Standard

راب اونیل چې پخوا د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د شپږمې ډلې غړی وو، د واشنگټن پوست د پنجشنبې په ورځ گڼه کې ادعا کړې ده چې هغه پر اسامه بن لادن باندې وژونکې ډزې کړې وې. اسوشیتد پرس خبري آژانس هم د امریکا د بهرنیو ځواکونو د یوه اوسني او یوه پخواني غړي له خولې د او نیل خبرې تصدیق کې دي.

اونیل ويلي دي چې ځکه غواړي دغه موضوع ټولو ته ووایي چې ویره لري د «سوفریپ انترنتي پاڼه» د هغه هویت بربنډ کړي. دغه پاڼه د سمندري ځواکونو د پخوانیو غړو له خوا چلول کیږي او ویلي یې دی چې. کله چې اونیل د اسامه د وژلو په عملیات کې د خپلې ونډې په اړه خبرې وکړې نو دوی هم د اعتراض په توگه د هغه د هویت د بربنډولو پریکړه وکړه.

۳۸ کلن اونیل د اسامه د وژلو په عملیاتو کې د خپلې ونډې او خپلې ناڅاپي پریکړې په اړه د سپتمبر د ۱۱مې نیټې د پیښې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره په یوې غونډې کې خبرې کړې دي. هغه د دې ورځې د یادښت په مناسبت جوړ شوي موزیم ته خپل هغه کمیس هم ډالی کړی دی چې د اسامه بن لادن د وژلو پر مهال یې پر تن وو.

«ویشتونکی»

اونیل د لومړي ځل له پاره د خپل ځان په اړه تیر کال د «ایسکویر مجلې» سره په مرکه کې خبرې وکړې. هغه وخت ده خپل اصلي نوم نه وو ښوولی او یوازې د «ویشتونکي» په مستعار نوم پیژندل شوی وو. له دې مجلې سره په مرکه کې اونیل ويلي وو چې د ۲۰۱۱ کال په عملیاتو کې یوازې ده پر اسامه باندې د هغه د کورې په دریم منزل کې ډزې کړې وې. ده ویلي وو چې د اسامه د کور دریم منزل ته چیرې چې د هغه خونه وه، پر ده سربیره دوه نور امریکایي خاص سرتیري هم رسیدلي وو.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په دویمه نیټه د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکایي سمندري خاصو ځواکونو په یوه عملیات کې ووژل شو.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په دویمه نیټه د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکایي سمندري خاصو ځواکونو په یوه عملیات کې ووژل شو.انځور: AP

اونیل د هغې شپې د پیښو په اړه د خبرو پر مهال روښانه کړې وه چې کله دوی دریم منزل ته ورسیدل، نو د ډلې مخکښه سرتیري په دهلیز کې دوه ښځې ولیدلې چې باید یې غلې کړې وای. د اونیل د معلومات له مخې دغه سرتیري هم په دریم منزل کې ډزې کړې وې چې پر اسامه بن لادن نه وې لگیدلې. اونیل ویلي وو، کله چې مخکښ سرتیري دوه ښځې غلې کړې نو دی د اسامه خونې ته ننوت او هغه یې وواژه.

هغه د «ایسکویر مجلې» ته د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې ویلي وو: «اسامه بن لادن هلته ولاړ وو. هغه خپل لاسونه د یوې ښځې پر اوږو باندې ایښي وو او هغه یې مخکې ټیله کړه. هغه دغه ښځه په مشخص ډول مستقیما م ته ټیله نه کړې خو د ما خوا ته یې ټیله کړه. هغه لورې ته چې له دهلیز څخه د گډوډۍ غږ ترې راته. دا د هغه تر ټولو ځوانه ښځه امیل وه.»

اونیل زیاته کړې وه: «په هغه ثانیه کې ما اسامه دوه وارې په اوچلي کې وویشت. ډز، ډز. دویم ځل مې هغه په داسې حال کې چې لویده وویشت. کله چې هغه پر ځمکه ولوید، هغه د خپل تخت په لور وخوځید او ما بیا وویشت. ډز. په همدې ځای کې هغه ووژل شو.»

اونیل به په راتلونکې اوونۍ کې په یو شمیر تلویزیوني خپرونو کې ظاهر شي چیرې چې کیدای شي له هغه څخه ډیرې سختې پوښتنې وشي. پر اونیل سربیره یو بل کس مت بیسونیت، هم چې په دې عملیاتو کې حاضر وو او د یوه کتاب په لیکلو سره یې د اسامه د وژلو د عملیات جزئیات بربنډ کړي دي، د پوځ تر سختو نیوکو لاندې راغلي. سربیره پر دې د دواړو کسانو د کیسو تر منځ ځینې توپیرونه هم شته.

په ۲۰۱۲ کال کې مت بیسونیت یو کتاب خپور کړ چې په کې راغلي وو چې اسامه بن لادن د مخکښ سرتیري په واسطه وژل شوی وو. په دغه کتاب کې راغلي دي چې کیدای شي اسامه د مخکښ سرتیري له خوا سخت ټپي شوی وي. دغه کتاب ادعا کوي چې تر دې وروسته بیا مخکښ سرتیری له یوه سرتیري سره د اسامه خونې ته تللی دی او هغه یې بیا هم ویشتلی دی.

بر بیسونیت باندې اوس د دولتي اسرارو د بربنډولو تور لگول شوی دی خو هغه ادعا کوي چې هیڅ کوم غیر قانوني کار یې نه دی ترسره کړی.

دا چې د دغو دوو کیسو له ډلې څخه کومه یوه یې سمه ده، روښانه نه ده. خو په هر حال اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په دویمه نیټه د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکایي سمندري خاصو ځواکونو په یوه عملیات کې ووژل شو. تر وژل کیدو وروسته د اسامه بن لادن مړی افغانستان ته د پیژندنې له پاره ولیږدول شو او بیا وروسته په سمندر کې ډوب کړای شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب