1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي ورزشکار خپل د المپیک ۱۹م مډال وګاټه

۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبه

امریکايي لامبو وهونکي مایکل فیلپس، د لندن د المپیک په لوبو کې خپل ۱۹م مډال وګاټه. له دې سره نو هغه د المپیک د لوبو په تاریخ کې تر بل هر ورزشکار د ډیرو مډالونو د ګټلو ریکارد وټاړه.

https://p.dw.com/p/15hTY
انځور: AP

فیلپس خپل وروستی مډال د سه شنبې په ورځ د ازادې لامبو په ۲۰۰×۴ ‎سیالیو کې وګاټه. فیلپس دغه مډال په اسانۍ سره خپل کړ ځکه چې هغه لا لامبو وهله چې ملګرو ئې نورو تیمونو ته ماتې ورکړه او په دې ترتیب سره امریکا د دغو سیالیو گټونکی هیواد شو. په دې سیالیو کې فرانسې دویم او چین دریم ځایونه خپل کړل.

المان په دې سیالیو کې څلورم شو. دې هیواد د برونزو له مډال څخه د ۲۹ ثانیو په اندازه واټن لاره.

فیلپس په ۲۰۰۴ کال کې د اتن د المپیک په لوبو کې خپل لومړی د المپیک مډال وگاټه. له هغې مودې راهیسې دې ورزشکار د المپیک په لوبو کې ۱۵ د سروز زرو مډالونه، دوه د سپینو زرو مډالونه او یو د برونزو مډال گټلی دئ.

فیلپس د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۰ کال کې د المپیک په لوبو کې گډون وکړ. هغه په دې لوبو کې کوم مډال و نه گاټه. خو په ۲۰۰۸ کال کې فیلپس د بیجینگ د المپیک په لوبو کې د تر ټولو ډیرو مډالونو د گټلو ریکارد ټینگ کړ. هغه د بیجینگ په سیالیو کې اته د سرو زرو مډالونه گټلی ول.

د لندن په المپیک لوبو کې فیلپس خپله لومړی سیالۍ وبایلله خو په ورستیو دریو لوبو کې ئې مډالونه گټلي دي. فیلپس به په دریو نورو لوبو کې هم گډون وکړي چې له دې سره کیدای شي د هغه د مډالونو شمیره نوره هم لوړه شي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم