1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي پوهنتون له افغان پوهنتونونو سره ګډه پروژه پیلوي

آژانسونه/ م.ج.۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د نبرسکا ایالت په اوماها ښکار کې پروت د «نبرسکا پوهنتون» له دوو افغان پوهنتونونو سره د مرستې له پاره ۲،۲ میلیونه ډالر فدرالي بودجه ترلاسه کړې ده چې پر روزنیز پروګرامونو به ولګول شي.

https://p.dw.com/p/1JE6z
انځور: Fotolia/Africa Studio

دغه پوهنتون به په تر لاسه شوې بودجې د افغانستان په دوو پوهنتونونو ته کورسونه جوړ کړي. د نبرسکا پوهنتون چارواکو سیمه ییزو رسنیو ته ویلی دي چې له دې سره به له افغان پوهنتونونو سره د هغوی همکاري لا پراخه شي.

دغه پیسې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي مرستو ادارې یا USAID له خوا د نبرسکا پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو مرکز او د ارتباطاتو ادارې ته ورکړل شوې دي. دغه پوهنتون به اوس په بلخ او کابل پوهنتونونو کې د ارتباطاتو په برخه کې د بکلوریا کورسونه دایر کړي.

تر دې مخکې دې پوهنتون د کابل د ژورنالیزم له پوهنځي سره د همکاریو پروګرام لره چې بودجه یې ۱.۳ میلیونه ډالر وه. د دغې پروژې په ترڅ کې د کابل پوهنتون د روژنالیزم پوهنځي زده کوونکي امریکا متحده ایالاتو ته د زده کړو له پاره تلل.

نوي پروژه به هم دوه کاله دوام وکړي.